Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هرات ښار کې د ۳۶ میلیون افغانیو په لګښت یو سړک جوړ شو

هرات (پژواک، ٥ وږی ١٤٠٣): هرات کې ځایي مسوولین وايي، د هرات ښار د لسمې او څوارلسمې ناحیو مربوطاتو کې د ۳۶ میلیون افغانیو په لګښت یو دوه لینه سړک چې یو کیلومتر اوږدوالی لري، جوړ شو.

دغه سرک نن د دغه ولایت د ځایي چارواکو او یو شمېر مخورو په حضور کې پرانیستل شو.

د هرات ښاروالۍ مرستیال مولوي جلال‌الدین حق‌دوست د یاد سړک د پرانیستې مراسمو کې وویل، د سړک د سوېل او شمال لین د قیراچونې پروژې کار د کندهاریانو له سیمې تر پخواني ګنج پورې چې ټول ۹۳۹.۵ متره کېږي، بشپړ شوی دی.

نوموړي زیاته کړه، پر دې پروژه نږدې ۳۶ میلیون افغانۍ لګښت راغلی چې د دغه ولایت د ښاروالۍ ریاست له انکشافي بودجې ورکړل شوی دی.

د ښاروالۍ مرستیال د یادې پروژې د کار ختمېدو په اړه د خوشحالۍ څرګندولو ترڅنګ د دغه ولایت خلکو ته د ښاروالۍ د انکشافي پروژې د ټول کار د کیفیت په اړه ډاډ ورکړی او څرګنده کړې یې ده چې د ښاروالۍ رهبري او د دې ادارې د اړوندو برخو مسوولین او انجنیران هره ورځ د پروژو له پروسې او کیفیته څارنه کوي.

ورته مهال، د اړوندې ناحیې اوسېدونکو هم د یادې پروژې د کار ختمېدو په اړه د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ د هرات د پراختیا او پرمختیا برخو کې د ښاروالۍ ادارې لاسته‌راوړنې اغېزناکې بللې او د لا ډېرو بنسټیزو پروژو پر پلې کېدو یې ټینګار وکړ.

د یادونې ده، دغه پروژه د شپږو میاشتو په موده کې د یوه خصوصي قراردادي شرکت له لوري عملي شوې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.