Language

فرمان: له ویاندویانو پرته هيڅوک نه شي کولای د ا.ا له ادرسه نشرات او څرګندونې وکړي

کابل (پژواک، ۵ وږی ۱۴۰۳): د نوي فرمان له مخې، د ا.ا له ویاند او د وزارتونو او نورو ادارو له وياندويانو پرته هيڅوک نه شي کولای د افغانستان اسلامي امارت له ادرسه نشرات او څرګندونې وکړي.

باختر دولتي اژانس د اسلامي امارت د مشر دغه فرمان نن پر خپله اېکس‌پاڼه خپور کړی دی.

سرچینه د فرمان له مخې زیاتوي: «د ا.ا.ا وياند مکلفیت لري چې د ا.ا موخې، پالیسۍ، فعالیتونه، لاسته‌راوړنې او نور اړوند اطلاعات رسنیز او خپاره کړي او دغه راز د داسې اجتماعي او سياسي امورو په هکله چې د افغانستان اسلامي امارت موقف په کې واضح نه وي، د نظر له څرګندولو څخه ډډه وکړي او يوازې هغه اعلاميې چې د افغانستان اسلامي امارت د عالي مقام له خوا ورکړل شوې وي، نشر كړي.»

فرمان کې راغلي، د وزارتونو او امارتي ادارو د وياندويانو فعاليتونه يوازې په اړوند وزارت یا ادارې پورې محدود دي او د وزارتونو او امارتي ادارو وياندويان مكلف دي چې د مطالبو له خپرولو څخه مخکې د اړوند وزارت یا ادارې له مقام څخه اجازه ترلاسه کړي.

د باختر اژانس د معلومات له مخې، په فرمان کې ویل شوي چې د وزارتونو او امارتي ادارو ویاندویان نه شي کولای له ورکړل شوو مشخصو امورو پرته د نورو امورو په اړه نشرات او څرګندونې وکړي.