جلالاباد (پژواک، ۵ وږی ۱۴۰۳): ننګرهار کې مسوولین وایي چې په دغه ولايت کې یې د وحشي ژوو او مرغانو پر ښکار بنديز لګولی او که هر څوک سرغړونه وکړي قانوني چلند به ورسره وشي.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د اطلاعاتو امر مولوي صديقالله قريشي بدلون پژواک خبري اژانس ته وويل: «په ننګرهار کې د وحشي حیواناتو او مرغانو ښکار منع اعلان شو.»
بلخوا، د ننګرهار د چاپېريالساتنې ادارې له خوا هم په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د رياستالوزرا د ۱۱۴مې ګڼې حکم له مخې، په ټول هېواد کې د وحشي ژوو او مرغانو پر ښکار بنديز لګېدلی دی.
د دغه ریاست د خبرپاڼې په حواله، په همدې موخه د ننګرهار د چاپېریالساتنې ادارې رييس قاري احسان الله مختار د امنيې قوماندانۍ د امنيتي چارو له مرستيال مولوي محمدطاهر مبارز سره کتلي او له هغه يې په دې برخه کې د پوليسو د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
د ننګرهار امنيې قوماندانۍ مرستيال ډاډ ورکړی چې د پوليسو د نورو دندو ترڅنګ د وحشي حيواناتو او الوتونکو مرغانو ساتنه يې هم يو مسوولیت دی او په دې برخه کې به بشپړه همکاري کوي.
د دغه ولایت چاپېریالساتنې ادارې دغه راز له خلکو غوښتي چې د وحشي ژوو او الوتونکو مرغانو له ښکارولو ډډه وکړي او که څوک پر سرغړونه ونيول شي، قانوني چلند به ورسره کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP