Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار کې د دوو کورنيو ترمنځ نښته کې درېيو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

جلال‌اباد (پژواک، ۵ وږی ۱۴۰۳): د ننګرهار امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په بټي‌کوټ ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ شخړه کې درېيو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

مسوولين وايي، شخړه د ځمکې پر سر د جنجال له امله رامنځته شوې ده.

د ننګرهار امنیې قوماندانۍ وياند حافظ عبدالبصير زابلي د وږي په ۵مه پژواک خبري اژانس ته وويل، تېر ماښام د دغه ولايت د بټي‌کوټ ولسوالۍ په باریکاب سيمه کې د دوو کورنيو ترمنځ د ځمکې پر سر جنجال رامنځته شوی دی.

دی وايي، په دې شخړه کې د دواړو خواوو ترمنځ اخ‌ و ډب رامنځته شوی چې پايله کې يې د رحيم‌الله په نوم يو کس وژل شوی او دوه نور کسان ټپيان شوي دي.

د نوموړي په وينا، د پېښې ځای ته د بټي‌کوټ ولسوالۍ امنيتي منسوبين رسېدلي، ټپيان يې حوزوي روغتون ته لېږدولي او جسد يې عدليي طب ته د معايناتو لپاره لېږدولی دی.

د سيمې يوه اوسېدونکي رحمت‌الله پژواک ته وویل چې دواړو کورنيو له دې مخکې هم د ځمکې پر سر څو ځلې جنجالونه کړي خو دا ځل يې يو بل ته مرګ‌ژوبله هم اړولې ده.

دی وايي، که څه هم د سيمې خلکو د دواړو خواوو ترمنځ د خلاصون هڅه کوله خو خلکو د خپل سر خونديتوب په موخه ډېره مداخله نه کوله.

له دې مخکې هم د ننګرهار بېلابېلو سيمو کې د ځمکو پر سر دا ډول جنجالونه د مرګ‌ژوبلې اوښتو لامل شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.