مهترلام (پژواک، ۶ وږی ۱۴۰۳): د لغمان امنیه قوماني وایي چې په دغه ولایت کې تښتول شوی یو ماشوم یې له تښتوونکو ژغورلی او د تښتولو په تړاو یې د یوې ښځې په ګډون ۱۱ کسان نیولي دي.
د لغمان امنیې قوماندانۍ ویاند یونس یوسفزي پژواک خبري اژانس ته وویل، پولیسو د نصیراحمد په نوم یو ماشوم چې څو ورځې مخکې له مهترلام ښاره تښتول شوی و، پرون د دغه ولایت په الینګار ولسوالۍ کې د تښتوونکو له منګولو راخوشی او خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.
هغه زیاته کړه چې د دغه ماشوم تښتولو په تړاو یې د یوې ښځې په ګډون ۱۱ کسان هم نیولي دي.
ورته مهال، د ماشوم کورنۍ د خپل دغه ماشوم پیدا کولو کې د امنیتي ځواکونو هلې ځلې ستايي او مننه ترې کوي.
دغه راز، د نصیراحمد تره جنتګل پژواک ته وویل، د ده وراره د تېرې زمري میاشتې په ۲۳مه د مهترلام له ښاره وتښتول شو خو له نېکه مرغه چې پرون د الینګار ولسوالۍ اړوند د پړوایي په سیمه کې د انسانتښتوونکو له منګولو ازاد کړای شو.
هغه زیاته کړه: «غواړم چې مجرمینو ته د اسلامي شریعت په رڼا کې سزا ورکړل شي.»
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن