غزنيښار (پژواک، ۶ وږی ۱۴۰۳): د غزني په ناور ولسوالۍ کې د کوچیانو او هزاره قومونو ترمنځ ۱۶ کلنه دښمني د سیمهییزو مسوولینو، دیني عالمانو او قومي مشرانو په منځګړیتوب پای ته ورسېده.
په دې اړه د غزني د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رييس مولوي جانمحمد مومن پژواک خبري اژانس ته وویل چې د ناور ولسوالۍ په بخارا سیمه کې ۱۶ کاله مخکې د څرځایونو پر سر د مېشتو کوچیانو او هزاره قومونو ترمنځ دښمني راپیدا شوې وه او د هزاره قوم یو کس په کې وژل شوی و.
هغه وايي، د کوچیانو او هزاره قومونو ترمنځ دغه ۱۶ کلنه دښمني د سیمهییزو مسوولینو، دیني عالمانو او قومي مشرانو په منځګړیتوب او هلو ځلو حل شوه.
ده وویل چې کوچیان به د مقتول کورنۍ ته یونیم میلیون افغانۍ د دیت په توګه ورکوي.
دغه راز، د کوچيانو یوه قومي مشر نورجمال پژواک ته وویل، له کلونو راهیسې د کوچیانو او هزاره وو ترمنځ بدي موجوده وه او یوه قوم هم نه شوای کولای په خپلو سیمو کې ډاډه ژوند وکړي.
نوموړی وویل، له دې وروسته به دواړه خواوې به سوله او ورورګلوۍ کې ژوند کوي او ستونزه به نه وي.
همدارنګه، د هزاره قوم یوه مشر غلام خاکي پژواک ته وویل، دا ډول روغې جوړې کولای شي ولس سره یو موټی کړي او په هېواد کې پرمختګ رامنځته شي.
نوموړي له یادو سمیهییزو مسوولینو او قومي مشرانو مننه وکړه چې د دې شخړې د حل لپاره يې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې دي.
هغه د هېواد د نورو سیمو له مسوولینو او مشرانو هم غوښتنه وکړه چې په خپلو ولایتونو، ولسوالیو او کلیو کې د قومونو او کورنیو ترمنځ شخصي بدۍ هوارې کړي.
د یادوني ده، له دې مخکې هم د غزني په خواجهعمري، قرهباغ، جاغوري، ناور، ګیلان او ناوې ولسوالیو کې د قومونو او کورنیو ترمنځ یو شمېر بدۍ د سیمهییزو مسوولینو، علماوو او قومي مشرانو په منځګړیتوب هوارې شوې دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن