ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

څلور ولایتونو کې له څه باندې ۷۷۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

څلور ولایتونو کې له څه باندې ۷۷۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

author avatar
27 Aug 2024 - 18:26
څلور ولایتونو کې له څه باندې ۷۷۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه
author avatar
27 Aug 2024 - 18:26

کابل (پژواک، ۶ وږی ۱۴۰۳): سیمه‌ییز مسوولین وایي چي په هلمند، فراه، لوګر او غزني ولایتونو کې له څه باندې ۷۷۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

 د هلمند د والي یاند مولوي محمدقاسم ریاض پژواک خبري اژانس ته وویل، نن د دغه ولایت  په خانشین ولسوالۍ کې له زرو اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

دغه‌راز، د فراه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې نن د یاد ولایت په پرچمن ولسوالۍ کې له ۴۹۷۸ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته شوې ده.

د یو بل خبر له مخې، د غزني ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست ویلي، د دغه ولایت په ناور ولسوالۍ کې له ۵۱۹ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

له بلې خوا، د لوګر ولایت د بیارغونې او پراختیا ریاست ویاند صبغت‌الله نایب‌خیل هم وایي چې د دغه ولایت په خروار ولسوالۍ کې له ۱۲۳۳ کورنیو سره د خوارکي توکو مرسته شوې ده.

یاد مرستې د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام په مالي مرسته وېشل شوي او هرې کورنۍ ته بېلابېل خوراکي توکي ورکړل شوي دي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.