ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتیکا کې خلک د دولتي برېښنا غوښتنه کوي

پکتیکا کې خلک د دولتي برېښنا غوښتنه کوي

author avatar
27 Aug 2024 - 11:50
پکتیکا کې خلک د دولتي برېښنا غوښتنه کوي
author avatar
27 Aug 2024 - 11:50

ښرنه (پژواک، ۶ وږی ۱۴۰۳): د پکتیکا یو شمېر اوسېدونکي وايي، دغه ولایت دولتي برېښنا نه لري چې له امله يې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي خو بل لور ته مسوولین بیا وايي چې دغه ستونزه به په نږدې راتلونکي کې حل شي.

دغه خلک نیوکه کوي چې پخواني او اوسني حکومتونو ورسره د برېښنا ورکړې برخه کې ژمنې کړې خو عملي شوې نه دي.

د پکتیکا د مټاخان ولسوالۍ اوسېدونکی کبیرخان چې په مرکز ښرنه کې هټۍ لري، پژواک ته وویل، دغه ولایت هيڅ ډول دولتي برېښنا نه لري چې له امله یې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

هغه زیاته کړه چې له یوه شخصي جنراتوره یې برېښنا اخیستې او خپل ورځنۍ چارې پرې ترسره کوي.

د نوموړي په خبره: «دلته د برېښنا ډېر مشکلات دي، دلته موږ ته یو یونټ په ۶۰ افغانۍ تمامیږي، که په شپه او ورځ کې پنځه یونټه هم مصرف کړو، ډېر زیات مصارف راباندې راځي، نو زیاتره وخت برېښنا بنده وي، هغه وخت يې په دوکان کې روښانه کوو چې مشتري راته راشي، نوره بنده وي.»

د مرکز ښرنې یو بل هټۍوال رسول‌ګل هم له پژواک سره په خبرو کې وویل چې د برېښنا نشتوالی له ګڼو ستونزو سره مخ کړی دی.

هغه زیاته کړه، هغه کسان چې شخصي جنراتورونه لري، په خپله خوښه پر خلکو برېښنا په لوړه بیه پلوري.

هغه وايي: «موږ سره تېر او اوسني حکومت وعدې کړې دي چې برق راولو خو عملي شوې نه دي، دلته هر دوکاندار شخصي برېښنا نه شي راتېرولی؛ ځکه هغه ډېره قیمته ده، هر دوکاندار دومره وس نه لري چې دومره پیسې پرې کړي.»

یو شمېر نورو کسانو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومته یې غوښتنه وکړه چې د دغه ولایت اوسېدونکو ته دولتي برېښنا برابره کړي.

بل لور ته، حکومتي مسوولین بیا وايي چې د برېښنا ستونزې د حل لپاره جدي هلې ځلې کوي.

په دې اړه د پکتیکا مرستیال والي مخدوم عبدالسلام سعادت پژواک ته وویل، په نږدې راتلونکي کې به په دغه ولایت کې د لس میګاواټه لمریزې برېښنا سیسټم او د یو سب سټېشن جوړېدو چارې پیل شي.

هغه وايي چې دغه لس میګاواټه برېښنا به د مرکز ښرنې په ګډون د یوسف‌خېل، یحیی‌خېل، سرروضه او مټاخان ولسوالیو ځینو سیمو ته ورکړل شي.

نوموړي وویل: «برېښنا رښتیا هم د یوې ټولنې د ترقۍ او پرمختګ لپاره مهمه ده، موږ د اوس لپاره د یو سب سټېشن او د لس میګاواټه لمریزې برېښنا سیسټم جوړېدو لپاره منظوري اخیستې، ځای یې تعیین شوی او سروې یې هم شوې، په راروانه میاشت کې به یې چارې پیل شي.»

د پکتیکا ولایتي مسوولین دا هم وایي چې د اوبو او برېښنا وزارت له یوه چیني شرکت سره په دغه ولایت کې د ۷۲ میګاواټه حرارتي برېښنا سیستم جوړولو تړون هم لاسلیک کړی خو د یادې پروژې پيل وخت ته اړتیا لري.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.