ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

څلورو ګمرکونو کې د لوړ تناژ تلو د ترمیم چارې پیل شوې

څلورو ګمرکونو کې د لوړ تناژ تلو د ترمیم چارې پیل شوې

author avatar
27 Aug 2024 - 17:31
څلورو ګمرکونو کې د لوړ تناژ تلو د ترمیم چارې پیل شوې
author avatar
27 Aug 2024 - 17:31

کابل (پژواک، ۶ وږی ۱۴۰۳): د مالیې وزارت وایي، د هېواد په څلورو ګمرکونو کې د ۱۰.۵ میلیون افغانیو په لګښت د څلورو لوړ تناژ تلو د ترمیم چارې پیل شوې.

د مالیې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، د ګمرکونو لوی ریاست سوداګرو ته د اسانتیاوو برابرولو او د ګمرکي طی مراحلو د لا چټکتیا په موخه د کابل، شېرخان بندر، ابو نصر فراهي او پکتیکا په ګمرکونو کې د څلورو لوړ تناژ لرونکو تلو د ترمیم چارې د ۱۰،۵ میلیون افغانیو په لګښت پیل کړې.

خبرپاڼه کې راغلي، یادې تلې د اسلامي امارت له بیا ځلي واکمنېدو مخکې په غیرمعیاري ډول نصب شوې وې چې ډېری وخت به یې تخنیکي ستونزې پیدا کولې او ګمرکي چارې یې له ځنډ سره مخ کولې چې په ترمیم سره به یې ټولي ستونزي حل شي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د یادو تلو د ترمیم لګښت د مالیې وزارت له پراختیایي بودجې ورکول کېږي چې په دوه نیمو میاشتو کې به یې د ترمیم چارې بشپړې شي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.