Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سږ کال فراه کې ۳۰ رغنیزې پروژې پلې کېږي

فراه ښار (پژواک، ۶ وږی ۱۴۰۳): د فراه د اقتصاد رییس وايي، سږ کال په دغه ولایت کې ۳۰ رغنیزې پروژې پلې کېږي چې له ډلې یې لس بشپړې شوې او د ۲۰ نورو چارې روانې دي.

د فراه د اقتصاد رييس مولوي جماالدین جلالي د وږي په شپږمه پژواک خبري اژانس ته وویل چې سږکال په دغه ولایت کې د نږدې ۱۳۴ میلیونه افغانیو او د ۸۵۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت ۳۰ پروژې پلې کېږي.

ده زیاته کړه، یاد لګښت د حکومت او مرستندویه موسسو له لوري ورکول کېږي.

هغه وايي، په دغو پروژو کې د ښوونځیو ودانۍ، د اوبو شبکې او چک‌ډيمونه شامل دي چې لس یې بشپړې شوې او د ۲۰ نورو چارې روانې دي.

بل لور ته، خلک بیا د بنسټیزو پروژو پر پلي کېدو ټینګار کوي.

د فراه ښار یوه اوسېدونکي محمدالدین پژواک ته وویل چې سږ کال په دغه ولایت کې ځینې پروژې پلې کېږي خو بنسټیزو پروژو ته باید پاملرنه وشي.

هغه وايي، د بخش‌اباد بند باید جوړ شي، سړې خونې باید جوړې شي، داسې کارونه باید ترسره شي چې هم خلکو ته پکې د کار زمینه برابره شي او هم راتلونکې ولري.

دغه‌راز، د فراه ښار یوه بل اوسېدونکي ابراهیم هم پژواک ته وویل چې د بخش‌اباد بند ډېر مهم دی او د جوړولو چارې یې باید بشپړې شي.

هغه زیاته کړه: «سمه ده په ځینو ځایونو کې چکډیمونه جوړ شوي خو مونږ ته ډېر مهم د بخش‌اباد بند دی.»

دا په داسې حال کي ده چې اوسمهال د بخش‌اباد بند د تونلونو جوړولو چارې روانې دي او مسوولین وايي، ډير ژر به د یاد بند دغه پړاو بشپړ شي او د بند د کاسې جوړولو چارې به پیل کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.