ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اوبو او برېښنا وزارت د ننګرهار د کانالونو ساتنې او مراقبت برخه کې هوکړه‌لیک لاسلیک کړ

د اوبو او برېښنا وزارت د ننګرهار د کانالونو ساتنې او مراقبت برخه کې هوکړه‌لیک لاسلیک کړ

author avatar
28 Aug 2024 - 15:42
د اوبو او برېښنا وزارت د ننګرهار د کانالونو ساتنې او مراقبت برخه کې هوکړه‌لیک لاسلیک کړ
author avatar
28 Aug 2024 - 15:42

کابل (پژواک، ۷ وږی ۱۴۰۳): د اوبو او برېښنا وزارت وایي، له یوې جاپانۍ موسسې سره یې د ۷۱۰ زره ډالرو په ارزښت هوکړه‌لیک لاسلیک کړی چې له مخې به یې ننګرهار ولایت کې د اوبو لګولو کانالونو د ۱۱ پروژو ساتنه او مراقبت ترسره شي.

د اوبو او برېښنا وزارت له لوري نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یاد هوکړه‌لیک د دغه وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور او د جاپان د پي‌اېم‌اېس موسسې مسوول انجنیر دیدار مشتاق ترمنځ لاسلیک شو.

خبرپاڼه کاږي، د دغه هوکړه‌لیک له مخې به د ۷۱۰ زره ډالرو په ارزښت د درې کلونو په موده کې په ننګرهار ولایت کې د اوبو لګولو کانالونو د ۱۱ پروژو حفظ او مراقبت ترسره شي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، یاد شمېر کانالونه په ټوله کې ۲۳۷۷۵ هکټاره ځمکه خړوبوي چې ۵۶۶۰۰ کورنۍ به ورڅخه ګټه واخلي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.