ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پل‌علم – ګردېز عمومي سړک د ترمیم چارې پيل شوې

د پل‌علم – ګردېز عمومي سړک د ترمیم چارې پيل شوې

author avatar
28 Aug 2024 - 19:19
د پل‌علم – ګردېز عمومي سړک د ترمیم چارې پيل شوې
author avatar
28 Aug 2024 - 19:19

پل‌علم (پژواک، ۷ وږی ۱۴۰۳): د لوګر ټولګټو ریاست وایي چې د دغه ولایت له مرکز پل‌علم ښار څخه د پکتیا تر تېرې کوتل پورې د ۳۶ کیلومتره سړک د ترمیم چارې پيل شوې.

د لوګر د ټولګټو ریاست مطبوعاتي مسوول محمدرضا کریمي پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه سړک د ټولګټو وزارت په مالي لګښت په راتلونکو درېیو میاشتو کې بیارغول کېږي.

هغه وویل چې د سړک د بیارغونې دقیق لګښت تر اوسه معلوم نه دی.

کریمي زیاته کړه، یاد سړک د تېر جمهوریت پر مهال د جګړو او سېلابونو له امله ویجاړ شوی و چې موټرچلوونکو ته یې پراخې ستونزې را ولاړې کړې وې.

ده همدارنګه زیاته کړه، د یاد سړک له بیارغونې او ترمیم وروسته به د پل‌علم – ګردېز عمومي لارې په ترڅ کې ترافیکي پېښې هم د پام وړ کمې شي.

بلخوا، د پل‌علم – ګردېز عمومي لارې یوه موټرچلوونکي روح‌الله پژواک ته وویل، یاد سړک د جګړو له امله ویجاړ شوی او د لوګر ولایت سربېره د پکتیا او خوست ولایتونو موټرچلوونکو او مسافرو ته یې پراخې ستونزې جوړې کړې دي.

ده وویل، که چېرې دغه سړک په معیاري توګه جوړ شي، د لوګر سربېره د پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو مسافر به هم بې له ستونزو پرې تګ راتګ وکړي.

همدارنګه د لوګر ولایت یوه بل اوسېدونکي خیرمحمد پژواک ته وویل، حکومت ته په کار ده چې د کابل – لوګر دویم سړک پروژې نیمګړي کارونه هم بشپړ کړي.

نوموړی وایي، د پخوا په پرتله د کابل – ګردېز په عمومي سړک ترافیکي پېښې دوه برابره زیاتې شوې دي او که چېرې دغه سړک ژر تر ژره بیاورغول شي پر یاده لویه لاره به د ترافیکي پېښو د رامنځته کېدو مخنیوی وشي.

د کابل – ګردېز عمومي سړک شاوخوا سل کیلومتره اوږدوالی لري او د کابل له چهاراسیاب څخه تر پل‌علم ښار پورې دوه لینه او له پل‌علم څخه تر ګردېز پورې یو لین سړک تېر شوی دی.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.