ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل یو شمېر اوسېدونکي د چرګ غوښې د بیې له لوړېدو شکایت کوي

د کابل یو شمېر اوسېدونکي د چرګ غوښې د بیې له لوړېدو شکایت کوي

author avatar
28 Aug 2024 - 16:09
د کابل یو شمېر اوسېدونکي د چرګ غوښې د بیې له لوړېدو شکایت کوي
author avatar
28 Aug 2024 - 16:09

کابل (پژواک، ۷ وږی ۱۴۰۳): د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي د چرګ غوښې د بیې له لوړېدو شکایت کوي، له حکومته غوښتنه کوي څو دغه بیه کنټرول کړي، بلخوا د هېواد د کرنې او مالدارۍ محصولاتو خونې عامل رییس وایي، دا ستونزه به تر راتلونکو شلو ورځو پورې هواره شي.

د ښاریانو او د چرګ غوښې پلورونکو معلوماتو له مخې، نن د چرګ یوې کیلو غوښې بیه د تېرې میاشتې په نسبت ۵۰ افغانۍ لوړه شوې ده.

د چرګ غوښې پلورنکو په خبره، په هېواد کې د چرګ کم تولید او پاکستان کې یې د بیې لوړوالی په کابل کې د چرګ خوښې د بیې لوړېدو لوی لاملونه دي.

ښاریان: د چرګ غوښې بیه لوړه شوې ده

د کابل ښار یو اوسېدونکی جمشېد چې د کلوله‌پشتې ساحې له یوې قصابۍ یې د چرګ غوښه پېرله پژواک خبري اژانس ته وویل، یوه میاشت کېږي چې د چرګ غوښې بیه لوړه شوې، خو نه پوهېږي د لوړېدو علت یې څه دی.

هغه وایي چې مخکې یې د چرګ یوه کیلو غوښه په ۲۳۰ افغانۍ پېرله، خو اوس یې بیه ۲۸۰ افغانۍ شوې ده.

نوموړی له مسوولینو غواړي چې د چرګ غوښې بیې کنټرول برخې ته پاملرنه وکړي؛ ځکه د خلکو اقتصادي وضعیت ښه نه دی او په دومره لوړه بیه د غوښې پېرلو توان نه لري.

ورته مهال، د کابل ښار د کارته چهار سیمې یوې اوسېدونکې مهدیې هم د چرګ غوښې د بیې له لوړېدو شکایت لري اود کنټرول غوښتنه یې کوي.

د هغې په خبره، مخکې د چرګ یوه کیلو غوښه په ۲۲۰ افغانۍ وه، خو اوس ۲۶۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

هغه وایي، پلار یې د شکرې او لوړ فشار ناروغي لري، اړه ده د چرګ غوښه ورته وروړي، خو په وروستیو کې د چرګ غوښې بیه لوړه شوې، د پېرلو توان یې نه لري.

د چرګ غوښې پلورونکي

د کلوله‌پشتې ساحه کې یوه بل قصاب محمدفهیم پژواک ته وویل چې د زمري میاشتې له ۲۰مې را په دېخوا د چرګ یو کیلو غوښه له ۲۱۰ څخه ۲۷۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

سرچینې دغه راز وویل، مخکې یې یو چرګ په ۲۵۰ افغانۍ پلوره، خو اوس ۳۰۰ افغانیو ته پورته شوی دی.

ده د چرګ غوښې د بیې لوړېدو لامل په بازار کې د چرګ کمښت وباله او زیاته یې کړه: «چرګ په فارمونو کې مخ په ختمېدو دی، که د فارمونو نوي چرګان بازار ته راشي، کېدای شي بېرته ارزانه شي.»

په همدې حال کې، د کابل ښار د تایمني پر یوولسم سړک د چرګ غوښې یوه پلورونکي رومل وویل چې مخکې یې د چرګ یوه کیلو غوښه په ۲۱۰ افغانۍ پلورله، خو اوس یې په ۳۰۰ افغانۍ پلوري.

نوموړی د چرګ غوښې د بیې لوړېدو لامل په هېواد کې د غوښې چرګانو کم تولید او په پاکستان کې یې د بیې لوړېدل بولي؛ ځکه چې د هغه په خبره، افغانستان لا هم تر اوسه د غوښې چرګانو د تولید له اړخه  پر ځان بسیا نه دی.

د کرنې او مالدارۍ محصولاتو خونه: تر راتلونکو شلو ورځو به د چرګ غوښې بیه ټیټه شي

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ محصولاتو خونې عامل رییس ډاکټر وسیم صاپي پژواک ته د چرګ غوښې د بیې لوړېدل تایید کړل.

د هغه په خبره، شاوخوا یوه میاشت مخکې دوی ته راپور ورکړل شو چې په فارمونو کې د ډېرې ګرمۍ له امله مرض ګډ شوی او د چرګانو د ډېر تلف کېدو لامل شوې، دغه‌راز یو شمېر فارم‌لرونکي مجبور شول چرګان په ټیټه بیه وپلوري چې له امله یې اوس ډېری فارمونه خالي شوي دي.

سرچینې وویل، د تورخم دروازې بندېدل هم د دې لامل شول چې فارم‌لرونکو پر وخت چوزه ونه رسېږي چې له امله یې د هېواد په بازارونو کې د چرګ غوښې بیه لوړه شوه.

هغه وایي: «د مرغدارۍ سکټور موږ ته ډاډ راکړی چې دا ستونزه به تر راتلونکو شلو ورځو حل شي او د چرګ غوښې بیه به بېرته راټیټه شي.»

هغه وویل: «اوس بېرته یو ورځني چرګوړي یا چوزه له ایران او پاکستانه وارد شوي او ان‌شاءالله قیمتونه به له لسو تر ۲۰ ورځو پورې کنټرول شي.»

هغه دغه راز زیاته کړه: «په هېواد کې د چوزې د تولید فارمونه نه لرو چې وکولای شي د هېواد اړتیا پوره کړي، مجبور یو چې یو ورځني چرګوړي له پاکستان او ایرانه وپلورو.»

سرچینې زیاته کړه، کوم یو ورځني چرګوړي چې له ګاونډي هېوادونو را واردیږي، اړتیا ده چې تر ۴۵ ورځو وساتل او غټ شي او بیا بازار ته وړاندې شي.

نوموړي وویل، د مرغدارۍ سکټور ۸۰ سلنه پر ځان بسیاینې ته رسېدلی او هغه مهال به بشپړ پر ځان بسیا شي چې چوزه د هېواد دننه تولید شي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.