ایبک (پژواک، ۷ وږی ۱۴۰۳): سمنګان کې ځايي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې یوه کس ځانوژنه کړې، یو کس په اوبو کې د ډوبېدو او بل د غره ښویېدنې پېښو کې مړه شوي دي.
د سمنګان امنیې قوماندانۍ ویاند حشمتالله رحماني پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ولایت د مرکز ایبک ښار د ګلقشلاق کلي یوه ۴۰ کلن اوسېدونکي په خپل باغ کې ځان راځوړند کړی او مړ شوی دی.
رحماني زیاته کړه چې دغه پېښه پرون د شپې ناوخته شوې ده.
هغه زیاته کړه، لومړنۍ څېړنې ښیي چې دغه سړي رواني ستونزه درلوده او په اړه یې نورې پلټنې روانې دي.
بلخوا، د سمنګان د والي ویاند مفتي عصمتالله مرادي وايي چې پرون د دغه ولایت د خرمسارباغ ولسوالۍ د سرو ازان کلي په مربوطاتو کې یو کس په اوبو د ډبېدو له امله مړ شوی دی.
مرادي زیاته کړه، یو بل کس د دغه ولایت په رویدواب ولسوالۍ کې د غره ښویېدو له امله مړ شوی دی.
نوموړي وویل چې دغه کس د رویدواب ولسوالي د مدیرک کلي اړوند څاروي څرول چې کول رحمت ساحې ته نږدې د غره ښویېدو پېښه کې مړ شوی دی.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن