غزني ښار (پژواک، ۷ وږی ۱۴۰۳): په غزني ولایت کې د ۱۲ لوبډلو د ۱۴۴ لوبغاړو ترمنځ د نیزهوهنې سیالۍ ترسره شوې.
د غزني بدني روزنې او ورزش امر بلال مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ولایت د مرکز په ګډون د قرهباغ، ګېرو، اندړ، دهیک او واغظ ولسوالیو د ۱۲ لوبډلو د ۱۴۴ لوبغاړو ترمنځ د نیزهوهنې سیالۍ ترسره شوې.
هغه وویل، دغه دوستانه سیالۍ پرون د ۱۴مې فرقې په ورزشي ډګر کې د یوې ورځې لپاره په لار اچول شوې وې.
ده زیاته کړه: «دغه دوستانه سیالۍ وې، اول، دویم او درېیم مقامونو مسله پهکې مطرح نه وو، هدف ترې دغې دودیزې لوبې ته وده ورکول وو.»
د مجاهد په خبره، له دغو سیالیو څخه بله موخه د کورنیو او نړۍوالو لوبو لپاره د غوره لوبغاړو انتخاب کول وو.
بل لورته، لوبغاړي هم د دغو سیالیو ترسره کېدو ته خوښ دي.
یوه لوبغاړي فتحمحمد پژواک ته وویل چې دغه لوبه ورته له پلرونو په میراث پاتې ده او ترسره کېدو ته یې ډېر خوښ دی.
نوموړي له حکومتي مسوولینو غوښتنه وکړه چې دوی ته معیاري ډګرونه جوړ کړي څو په ډاډه زړه اسونه وځغلوي او مهمو لوبو لپاره چمتووالی ونیسي.
د یادونې ده، نیزهوهنه د افغانستان یو له دودیزو لوبو څخه ده چې د غزني ترڅنګ د هېواد په ګڼ شمېر نورو ولایتونو کې هم کله ناکله ترسره کېږي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن