ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملي دفاع وزارت تېر کال په سرحدي سیمو کې ۶۷ کنډکونه ځای پر ځای کړي

ملي دفاع وزارت تېر کال په سرحدي سیمو کې ۶۷ کنډکونه ځای پر ځای کړي

author avatar
28 Aug 2024 - 18:41
ملي دفاع وزارت تېر کال په سرحدي سیمو کې ۶۷ کنډکونه ځای پر ځای کړي
author avatar
28 Aug 2024 - 18:41

کابل (پژواک، ۷ وږی ۱۴۰۳): ملي دفاع وزارت تېر کال د نورو فعالیتونو ترڅنګ په سرحدي سیمو کې د امنیتي ګواښونو مخنیوي په موخه ۶۷ کنډکونه چې ۳۷ کمپونه، ۱۰۸ بېزونه او ۱۰۶۷ پوستې په کې شاملېږي، ځای پر ځای کړي دي.

د یاد وزارت ویاند عنایت‌الله خوارزمي نن په کابل کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د دولتي ادارو د یو کلنو لاسته‌راوړنو تشریح پروګرام کې د یادو څرګندونو ترڅنګ وویل چې سرحدي سیمو کې ځای پر ځای شوي ځواکونو پر اړینو امکاناتو او وسایلو سنبال دي.

خوارزمي زیاته کړه چې دغه وزارت تېر قمري کال اویا زره وسایط او نږدې لس زره بېلابېلې وسلې ترمیم کړي دي.

د ده په وینا، دغه وزارت تېر کال ۱۵۶ تړونونه کړي او «په دې قراردادونو کې تقریباً ۳۳۰ میليونه افغانۍ د افغانستان اسلامي امارت په ګټه صرفه‌جويي شوې ده.»

د ملي دفاع وزارت لوی درستیز قاري محمد فصیح‌الدین فطرت په نننۍ ناسته کې د ملي اسلامي اردو د شمېر په اړه وویل: «زموږ د اردو په برخه کې څو ځلې په دې اړه وضاحت ورکړل شوی چې موږ له اړتیاوو سره سم هر کال تشکیلاتي بیا کتنه لرو او په هره اندازه چې اردو ته اړتیا وي، له پيله چې څو ځلې ویل شوي له سل زرو پیل شوی، تر ۱۵۰ او ۱۷۰ زرو، سږ کال تر ۱۸۰ زرو لوړېږي او هغه شمېر ته چې ۲۰۰ زره په پام کې نیول شوی، ان‌شاءالله العزیز رسېږي؛ هر څومره چې اړتیا وي، په هماغه کچه هر کال ډېریږي او که اړتیا کمه وه کمېږي.»

دی وایي، تېر قمري کال د اردو په عملیاتو کې ۵۸۸ سپکې وسلې، ۶۰ میله درنې وسلې، ۱۵۱۵ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي، ۲۳۹ لاسي بمونه، ۴۴ مخابرې، ۴۰ دوربینونه، ۳۸۶ بېلابېل ډول موټر او ۱۹۸۲ موټرسایکل نیولي او ۱۳۸۳ ماینونه یې شنډ شوي دي.

د ده په وینا، د هوایي ځواکونو د عمومي قوماندانۍ الوتکو او چورلکو پر مټ ۴۲۱۸ وظیفوي او تعلیمي الوتنې ترسره شوې، یوه چورلکه رغول شوې، هوایي پوهنتون او هوایي مدافعه فعال شوي او روغتیایي مرکزونو ته د طبیعي پېښو ۷۷ قربانیان او ۵۶۷ ټپیان لېږودل شوي دي.

دی وایي چې تېر کال د دغه وزارت نهه امنیتي کسان د بېلابېلو بورسیو له لارې چین ته استول شوي، لس تنه د قرانکريم حافظانو سعودي کې د حفظ په نړۍوالو سیالیو کې ګډون کړی، یو میلیون او ۹۳ زره کسانو د دغه وزارت روغتيايي مرکزونو ته مراجعه کړې او له دې دلې څه باندې ۱۲ زره کسان بستر شوي، د څه باندې اووه زره کسانو جراحي عملیات شوي او د پاتې نورو سراپا درملنه شوې ده.

د یاد وزارت د پالیسۍ او تګلارې مرستیال مولوي محمدقاسم فريد په نننۍ ناسته کې وویل چې دغه وزارت تېر کال   ۹۶ سلنه بودجه لګولې، څه باندې ۲۹ عشاریه اته میلیونه افغانۍ عواید یې راټول کړي، د دغه وزارت د انجینرۍ څانګې ۳۱۳ کیلومتره نوي سړکونه جوړ کړي او ۲۲۳ کیلومتره سړکونو یې بیارغولي دي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.