Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کرکټ بورډ د ایمرجنګ اسیاجام سیالیو تمریني کمپ لپاره د افغان ابدالیان لوبډلې د لوبغاړو نوملړ اعلان کړ

کابل (پژواک، ۷ وږی ۱۴۰۳): د افغانستان کرکټ بورډ نن د ایمرجنګ اسیاجام سیالیو ته د چمتووالي په موخه د تمریناتي کمپ لپاره د افغان ابدالیان لوبډلې د لوبغاړو او ۱۹ کلنو د کم‌عمره ملي لوبډلې لپاره د لوبغاړو نوملړونه اعلان کړل.

د افغانستان د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر احمدشاه سلیمان‌خیل نن په همدې موخه جوړ شوي خبري کنفرانس کې وویل، په روان ۲۰۲۴ کال کې د ایمرجنګ لوبغاړو ترمنځ کېدونکي اسیاجام سیالیو لپاره ۲۴ کسیزه لومړنی نوملړ اعلانوي او دغه لوبغاړي به په تمریناتي کمپ کې برخه اخلي.

نوموړي وویل، له یاد تمریناتي کمپ څخه وروسته به ۱۵ لوبغاړي د ایمرجنګ لوبډلې لپاره ټاکل کېږي او د روان کال په نومبر میاشت کې کېدونکو شل‌اوریزه اسیاجام لوبو کې به برخه اخلي.

هغه وویل، په دې لوبډله کې صدیق اتل، زبید اکبري، وفیع‌الله تره‌خیل، محمد اکرم، حسن عیسی‌خیل، دروېش رسولي، شاهد‌الله کمال، اعجاز احمدزی، صدیق پاچا، محمد اسحاق، نعمان شاه، ننګیالی خروټی، شرف‌الدین اشرف، کریم جنت، شمس‌الرحمن، قیس‌احمد، الله‌محمد رحماني، الله‌محمد غضنفر، عرب‌ګل، محمدسمیع ساپی، بلال سمیع، یما عرب، فریدون او بشیر احمد شامل دي.

هغه زیاته کړه چې ایمرجنګ لوبډله به له اسیاجام سیالیو مخکې له عمان، هانګ کانګ او سریلانکا لوبډلو سره هم لوبې ترسره کړي.

نوموړی وایي، د ایمرجنګ لوبډله کې ۵۰ سلنه هغو لوبغاړو ته چانس ورکړل شوی چې د ملي لوبډلې لوبغاړي دي خو په لوبډله کې ورته د لوبېدو چانس نه دی برابر شوی او ۵۰ سلنه لوبغاړي بیا د کورني کرکټ له لوبغاړو څخه ټاکل شوي دي.

ورته مهال، د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې غړي میر مبارز وویل، له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې د تمریني کمپ لپاره ۲۹ لوبغاړي غوره شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، په دې لوبډله کې عزیرخان، فیصل‌خان، عثمان سادات، عمران مسرور، عزت‌نور شیرزاد، برکت‌الله ابراهیم‌زی، عزت بارکزی، فیصل مبارز، عزیز میاخیل، شېرخان، محبوب تسکین، خالد احمدزی، حمزه‌ علي‌خیل ،عبدالعزیز، نظیف امیري، سهیل خان، نصرت‌الله نورستانی، حفیظ ځدراڼ، روح‌الله عرب، عاقل‌خان، کمال خان، واحدالله ځدراڼ، فهیم ښېوه‌وال، محمد هادي، سلام‌خان، بلال ‌احمدزی، خاطر ستانکزی، روح‌الله احمدي او شمس فخري شامل دي.

هغه وویل، دغو لوبغاړو ته به تمریني کمپ جوړ شي او بیا به یې ۱۵ کسیزه لوبډله د اسیاجام په پنځوس اوریزه لوبو کې ګډون وکړي.

مبارز وویل، دغه لوبډله به د ۱۹ کلنو کم لوبغاړو د اسیاجام له سیالیو څخه مخکې له پاکستان او متحده عربي اماراتو سره په درې اړخیزه لوبلړۍ کې هم ګډون وکړي.

هغه دغه‌راز زیاته کړه، د درې اړخیزې لوبلړۍ په پای کې به افغان لوبډله د نومبر میاشتې په وروستیو کې د نولس کلنو لوبغاړو په اسیا جام سیالیو کې هم ګډون وکړي.

د مبارز د معلوماتو له مخې، له اسیا جام سیالیو وروسته به د ۱۹ کلنو کم‌عمره لوبډله د راتلونکي ۲۰۲۵  میلادي کال په مارچ کې د نیپال پر وړاندې پنځه یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړي او له هغه وروسته به د کرکټ نړیوالې شورا اړوند د ۲۰۲۶ کال نوولس کلنو لوبغاړو نړیوال جام لپاره د غوراوي پړاو سیالیو کې هم ګډون وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.