کابل (پژواک، ۷ زمری ۱۴۰۳): د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، د دغه وزارت سرپرست په مشرۍ یو پلاوی د ټاپي، ټاپ او ریل پټلۍ پروژوپه اړه د خبرو په موخه ترکمنستان ته ولاړ.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان دغه څرګندونې پر خپله اېکسپاڼه کړي دي.
هغه لیکلي چې په دغه پلاوي کې د بهرنیو چارو، وزارت، ماليې، ټولګټو وزارتونو او د برېښنا ریاست استازي شامل دي.
ده زیاته کړه چې دغه پلاوی نن مازدیګر د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست هدایتالله بدري په مشرۍ ترکمنستان ته ولاړ.
هغه لیکلي چې یاد پلاوی به په دغه سفر کې ترکمنستاني چارواکو سره په عشق آباد کې د ټاپی، ټاپ او ریل پټلۍ برخه کې د دوه طرفههمکاریو پراختیا او همدا راز د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې عملي چارو پیل په اړه خبرې اترې او بحثونه ولري.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن