ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې یوه سړي خپله مېرمن وژلې

کندهار کې یوه سړي خپله مېرمن وژلې

author avatar
28 Aug 2024 - 18:49
کندهار کې یوه سړي خپله مېرمن وژلې
author avatar
28 Aug 2024 - 18:49

کندهار (پژواک، ۷ وږی ۱۴۰۳): د کندهار ځايي مسوولین وایي، تېره ورځ د دغه ولایت په سپين‌بولدک ولسوالي کې د جان‌محمد په نوم یوه کس د چړې په واسطه د خپلې مېرمنې غاړه پرې کړې او وژلې یې ده.

د کندهار ولایت د سپين‌بولدک ولسوالۍ امنیه قوماندان مولوي محمود پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره ورځ د دې ولسوالۍ په  غلام‌فاروق کلي کې یوه کس خپله مېرمن وژلې ده.

هغه وویل، دغه مېرمن چې بي‌بي امینه نومېده، د خپل خاوند جان‌محمد له لوري یې د چړې په واسطه غاړه پرې شوې او وژل شوې ده.

د نوموړي په خبره، وژل شوې مېرمنې شل کاله عمر درلود چې شپږ میاشتې مخکې د فاریاب ولایت اوسېدونکي جان‌محمد ته واده شوې وه.

د هغه په خبره، جان‌محمد له سیمې تښتېدلی او د پېښې انګېزه لا هم نه ده معلومه خو له دې وړاندې ورته ډېر شمېر پېښې د کورني تاوتریخوالي له امله رامنځته شوې دي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.