Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اروزګان کې د روږدو درملنې ۳۰۰ بستریز روغتون جوړېږي

ترینکوټ (پژواک، ۸ وږی ۱۴۰۳): د کورنیو چارو وزارت له نشه‌یي توکو سره د مبارزې مرستیال ملا عبدالحق اخند همکار اروزګان ولایت ته د سفر پر مهال ویلي، ډېر ژر به په ترینکوټ ښار کې د روږدو درملنې ۳۰۰ بستریز روغتون جوړ شي.

د کورنیو چارو وزارت له نشه‌یي توکو سره د مبارزې مرستیال ملا عبدالحق اخند همکار اروزګان ته د سفر پر مهال نن له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، په دغه ولایت کې به ډېر ژر د روږدو درملنې یو ۳۰۰ بستریز روغتون جوړ کړي.

د هغه په خبره، له ولایتي مسوولینو سره په همغږۍ یې په دغه ولایت کې د روږدو درملنې لپاره د پولیسو د یوه نظامي کنډک ودانۍ ځانګړې کړې ده چې په فعالېډو به یې د ګڼ شمېر روږدو درملنه وشي.

نوموړي زیاته کړه: «د اسلامي امارت له راتګ څخه تر دې مهاله د یو لک۲۰ زره روږدو درملنه شوې او د هېواد په ۱۷ روغتیایي مرکزونو کې ۲۰ زره روږدې دا مهال تر درملنې لاندې دي.»

ورته مهال، د دغه ولایت والي مولوي عنایت‌الله شجاع وویل، اوس په اروزګان کې د روږدو درملنې یوه شل بستریز روغتون شته چې بسنه نه‌ کوي.

د یادونې ده، د دغه ولایت اوسېدونکي هم خوښ دي چې روږدو درملنې روغتون له جوړېدو سره په دغه ولایت کې روږدي درملنه او کورنۍ به یې بار سپک شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.