کابل (پژواک، ۸ وږی ۱۴۰۳): د اذربایجان د لومړي وزیر مرستیال ویلي چې هېواد یې چمتو دی له افغانستان او سیمې له هېوادونو سره د خپلو سوداګریزو اړیکو پراخولو په موخه د لاجوردو لاره بېرته فعاله کړي.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت خبرپاڼه کې راغلي چې ملا عبدالغني برادر اخند ازبکستان ته د خپل سفر پر مهال د ترمذ نړۍوال سوداګریز مرکز د پرانیستې په مناسبت د جوړ شوو مراسمو په څنډه کې د اذربایجان د لومړي وزیر له مرستیال سره لیدلي دي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د اذربایجان له حکومت او خصوصي سکټوره غوښتي چې په افغانستان کې د پانګونې برخه له رامنځته شوو فرصتونو په استفادې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.
خبرپاڼه کې کې دغه راز راغلي، د اذربایجان د لومړي وزیر مرستیال په خپلو خبرو کې وویل، هېواد یې چمتو دی چې له افغانستان او سیمې له هېوادونو سره د خپلو سوداګریزو اړیکو پراخولو په موخه د لاجوردو لاره بېرته فعاله او له افغانستان سره د صادراتو او وارداتو کچه لوړه کړي.
هغه په افغانستان کې د صنعتي فابریکو جوړولو برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې او ویلي یې دي، دوی چمتو دي چې د کانونو په استخراج کې هم له اسلامي امارت سره ګډ کار وکړي.
د ناستې په پای کې ټینګار شوی چې دواړه لوري به په یادو برخو کې ګډو همکاریو ته دوام ورکوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP