ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پېښور – تورخم لارې تړل کېدل؛ افغان سوداګر د میلیونونه ډالرو له زیان سره مخ دي

د پېښور – تورخم لارې تړل کېدل؛ افغان سوداګر د میلیونونه ډالرو له زیان سره مخ دي

author avatar
29 Aug 2024 - 09:36
د پېښور – تورخم لارې تړل کېدل؛ افغان سوداګر د میلیونونه ډالرو له زیان سره مخ دي
author avatar
29 Aug 2024 - 09:36

کابل (پژواک، ۸ وږی ۱۴۰۳): اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت وايي، د پېښور - تورخم لار له څه باندې یوې اونۍ راهیسې د «یو شمېر محدودو خلکو» له لوري بنده او شاوخوا دوه زره لارۍ درول شوې چې له امله یې افغان سوداګرو ته میلیونونه ډالر زیان اوړي.

د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «وروسته له هغه چې د تورخم دروازه څو ځلې د تازه مېوو او سبزیو په موسم کې د افغان تجارت پر وړاندې بنده او خلاصه شوه، اوس تازه یو ځل بیا د پېښور - تورخم لار له څه باندې یوې اونۍ راهیسې د خیبر درې جمرود سړک په بګیاري سیمه کې د یو شمېر محدودو خلکو له لوري بنده شوې ده.»

سرچینه زیاتوي، دا مهال څه کم دوه زره لارۍ له تورخمه پېښور ته په لاره کې یادو خلکو درولې دي، چې له امله یې افغان سوداګرو ته په میلیونونو ډالر زیان رسېږي.

سفارت لیکلي: «که څه هم د پاکستان له اړخه تجارت او ترانزیټ یې هم بند کړی، خو د افغانستان د مېوو او سبزیو وخت دی، ډېر زیان یې افغانانو ته رسېدلی، دا موضوع په اسلام‌اباد کې افغان سفارت له پاکستاني چارواکو او اداراتو سره مکرراً شریکه کړې او هغوی یې د ژر تر ژره حل ژمنه راکړې، خو تر اوسه متاسفانه کوم پرمختګ نه دی شوی.»

سرچینې زیاته کړې: «موږ یو ځل بیا له پاکستاني چارواکو هیله کوو چې په دې اړه جدي توجه وکړي، څو د دواړو هېوادونو سوداګر او عام ولس له زیانه وژغورل شي.»

د سرچينې د معلوماتو له مخې، افغانستان د سوداګرۍ پر وړاندې د ستونزو هواري لپاره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.