ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د میدان‌وردګو په بهسودو کې دوه چک‌ډیمونه جوړ شول

د میدان‌وردګو په بهسودو کې دوه چک‌ډیمونه جوړ شول

author avatar
29 Aug 2024 - 12:04
د میدان‌وردګو په بهسودو کې دوه چک‌ډیمونه جوړ شول
author avatar
29 Aug 2024 - 12:04

کابل (پژواک، ۸ وږی ۱۴۰۳): د اوبو او برېښنا وزارت وايي چې د میدان‌وردګو د بهسودو په لومړۍ او دویمه حصه ولسوالیو کې د ۱۰،۴ میلیون افغانیو په لګښت دوه چک‌ډیمونه جوړ شول.

د اوبو او برېښنا وزارت له لوري نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه چک‌ډیمونه د ۹۰ زره مترمکعب اوبو زېرمه کولو وړتیا لري.

خبرپاڼه کاږي چې د دغو چک‌ډیمونو جوړولو لګښت د اوبو او برېښنا وزارت له پرمختیایي بودجې ورکړل شوی او چارې یې د یاد ولایت د سیندیزې حوزې تر څارنې لاندې ترسره شوې دي.

سرچینه زیاتوي، له پلان سره سم د میدان‌وردګو ولایت په ټولو ولسوالیو کې د اوبو یوه یوه کوچني بند جوړولو پروژو پلې کېدل بشپړ شول.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.