کابل (پژواک، ۸ وږی ۱۴۰۳): د ازبکستان لومړي وزیر ویلي، تاشکند له کابل سره د سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو پراخولو په موخه چمتو دی چې د دغه هېواد له لارې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د افغانستان د تازه مېوې صادراتو لپاره هر ډول اسانتیاوې برابرې کړي.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت خبرپاڼه کې راغلي چې ملا عبدالغني برادر ازبکستان ته د خپل سفر پر مهال د ترمذ نړۍوال سوداګریز مرکز د پرانیستې په مناسبت د جوړ شوو مراسمو په څنډه کې د ازبکستان له لومړي وزیر عبدالله عارفاوف سره لیدلي دي.
د ازبکستان لومړي وزیر ویلي، افغانستان د ازبکستان په بهرني سیاست کې مهم ځای لري، په همدې موخه تاشکند چمتو دی چې له کابل سره د سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو پراخولو په موخه له خپلې خاورې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د افغانستان د تازه مېوې د صادراتو لپاره هر ډول اسانتیاوې برابرې کړي.
عارفاوف زیاته کړې، ازبکستان له حیرتانه تر هراته د اوسپنې پټلۍ شبکې غځولو لپاره خپل تخنیکي ټیمونه معرفي کړي او چمتو دي چې په راتلونکې سپټمبر میاشت کې د دې پروژې د پيل او دغه راز د ګاز د استخراج په موخه افغانستان ته ولاړ شي.
د نوموړي په خبره، دوی چمتو دي چې له اسلامي امارت سره په همغږۍ د امو سیند غاړو د استحکام برخه کې ګډ کار وکړي.
د ازبکستان لومړي وزیر دغه راز اسلامي امارت ته ډاډ ورکړی چې کابل ته د نوموړي د وروستي سفر پر مهال بحث شوي موضوعات به ژره تر ژره عملي بڼه خپله کړي او په دې برخه کې به د دواړو هېوادونو ګډ ټیمونه له نږدې کار کوي.
دغه راز، د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ویلي، اسلامي امارت د ټولو هغو چارو د عملي پيل لپاره چمتو دی چې په خبره یې، د دواړو هېوادونو د اړیکو په لا نږدې او پياوړي کېدو کې رغنده رول لوبوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP