کابل (پژواک، ۸ وږی ۱۴۰۳): د ماليې وزارت وایي، د دغه وزارت سرپرست د «يواېنډيپي» له مشره وغوښتل چې په افغانستان کې سترې پراختیایي پروژې پيل کړي او هغه هم ژمنه وکړه، هڅه کوي له یاد وزارت سره په همغږي ګټورې اقتصادي پروژې پلې کړي.
د ماليې وزارت نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، د دغه وزارت سرپرست ملا محمدناصر اخند په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام «يواېنډيپي» له مشر سټیفن روډریګېس سره وکتل.
سرچینه زیاتوي، په یاده لیدنه کې د ماليې سرپرست وزیر په افغانستان کې د يواېنډيپي له مشره وغوښتل چې یاده اداره دې په افغانستان له رامنځته شوو فرصتونو په ګټه اخیستني سترې پراختیایي پروژې پيل کړي.
د خبرپاڼې له مخې، ملا محمدناصر اخند ډاډ ورکړ چې سرپرست حکومت په افغانستان کې د پراختیایي پروژو پلې کولو برخه کې هر ډول اصولي همکاري کوي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، سټیفن روډریګېس په افغانستان کې د رامنځته شوو اقتصادي پرمختکونو ستاینه وکړه، ویې ویل چې اوسمهال په افغانستان کې مالي او بانکي سکټور با ثباته دي، سوداګرو او پانګوالو ته اړین فرصتونه برابر شوي، د اصنافو لپاره له مالیاتي معافیتونو او تخفیفونو سره کوچني کاروبارونه غوړېدلي او په ملي کچه مهمې پراختیایي پروژې د پلې کېدو په حال کې دي.
د خبرپاڼې له مخې، هغه ویلي، دا چارې پر دې دلالت کوي چې ملي عواید پر ځای لګول کېږي.
د سرچینې د څرګندونو له مخې، سټیفن ژمنه کړې چې له مالیې وزارت سره به د خپلو فعالیتونو د ډېرې ودې په موخه همغږي لا زیاته کړي، څو په ګډه په افغانستان کې ګټورې اقتصادي پروژې برابرې او پلې کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP