ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ازبکستان: چمتو یو د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د افغانستان د تازه میوو ترانزیټ لپاره زمینه برابره کړو

ازبکستان: چمتو یو د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د افغانستان د تازه میوو ترانزیټ لپاره زمینه برابره کړو

author avatar
30 Aug 2024 - 09:59
ازبکستان: چمتو یو د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د افغانستان د تازه میوو ترانزیټ لپاره زمینه برابره کړو
author avatar
30 Aug 2024 - 09:59

کابل (پژواک، ۹ وږی ۱۴۰۳): د ازبکستان لومړي وزیر د ریاست‌الوزراء له اقتصادي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، هېواد یې چمتو دی چې د منځنۍ اسیا هېوادونه ته د افغانستان د تازه میوو ترانزیټ لپاره هر ډول اسانتیاوې برابرې کړي.

ارګ پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند ازبکستان ته د خپل سفر پر مهال «د ترمذ نړۍوال سوداګریز مرکز» د پرانیستې په مناسبت د جوړو شوو مراسمو په څنډه کې د ازبکستان هېواد له لومړي وزیر عبدالله عارف‌اوف سره وکتل.

دغه سوداګريز مرکز تېره ورځ ماښام د ازبکستان په ترمذ ښار کې چې د افغانستان له بلخ ولایت سره ګډه پوله لري، پرانیستل شو. د ازبکستان او اذربایجان لومړي وزيرانو او د قزاقستان او قرغزستان لوړپوړو چارواکو په دې مراسمو کې ګډون کړی و، د افغانستان د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر هم تېره ورځ سهار د یوه پلاوي په مشرۍ – چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي او یو شمېر نور افغان چارواکي یې ملتیا کوي – ترمذ ته تللی دی.

عارف‌اوف په دې لیدنه کې ویلي، افغانستان د ازبکستان په بهرني سیاست کې مهم ځای لري او په همدې موخه تاشکند چمتو دی چې له کابل سره د خپلو سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو د پراخولو په موخه له خپلې خاورې په تېرېدو سره د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د افغانستان د تازه میوو د صادراتو لپاره هر ډول اسانتیاوې رامنځته کړي.

هغه زیاته کړې ازبکستان له حیرتان څخه تر هرات پورې د اوسپنې پټلۍ شبکې د غځولو لپاره خپل تخنیکي ټیمونه معرفي کړي او چمتو دي چې په راتلونکې سپټمبر میاشت کې د دغه پروژې د پيل او همدا راز د ګازو د استخراج په موخه افغانستان ته راشي.

د هغه په خبره، دوی چمتو دي چې د امو سیند د څنډو لپاره د استنادي دېوال جوړولو برخه کې له اسلامي امارت سره په همغږۍ ګډ کار وکړي.

د ازبکستان لومړي وزیر همدا راز اسلامي امارت ته بشپړ اطمینان ورکړی چې کابل ته د نوموړي د وروستي سفر پر مهال بحث شوي موضوعات به ژره تر ژره عملي بڼه خپله کړي او په دې برخه کې د دواړو هېوادونو ګډ ټیمونه له نږدې کار کوي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ویلي،‎ اسلامي امارت د ټولو هغو چارو د عملي پيل لپاره چمتو دی چې په خبره یې، هغه د دواړو هېوادونو د اړیکو په لا نږدې کولو او پياوړي کولو کې رغنده رول لوبوي.

 

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.