ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مزارشریف ښار کې د ۲۲ میلیونه افغانیو په لګښت یو جومات جوړ شو

مزارشریف ښار کې د ۲۲ میلیونه افغانیو په لګښت یو جومات جوړ شو

author avatar
30 Aug 2024 - 16:21
مزارشریف ښار کې د ۲۲ میلیونه افغانیو په لګښت یو جومات جوړ شو
author avatar
30 Aug 2024 - 16:21

مزارشریف (پژواک، ۹ وږی ۱۴۰۳): د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار کې د ۲۲ میلیونه افغانیو په لګښت د الاقصی جومات په بڼه، د الفتح په نوم جومات جوړ شو.

د مزارشریف ښاروال محمدکاظم طارق وایي، دغه جومات د بلخ ولایت مقام په هدایت، د کام‌ایر هوایي شرکت د ۲۲ میلیونه افغانیو په لګښت د ښاروالۍ تر نظارت لاندې د مزارشریف ښار په کامګار چوک کې جوړ شو.

هغه زیاتوي چې یاد جومات د فلسطین له مسلمانانو سره د غمرازۍ او مرستې په موخه د مسجد الاقصی په بڼه جوړ شوی دی.

مزارشریف ښار کې د کام‌ایر هوایي شرکت مسوول محمدطاهر مصدق وایي، دغه جومات د یاد شرکت له لوري د ۲۲ میلیونه افغانیو په لګښت د یو کال په موده کې جوړ شوی او په یو وخت کې د ۲۰۰ لمونځ‌کوونکو ظرفیت لري.

دغه راز، د بلخ اطلاعاتو او فرهنګ رییس ذبیح‌الله نوراني وایي چې دغه جومات د خلکو اړتیا ته په کتو جوړ شوی او ځکه د مسجد الاقصی بڼه ورکړل شوې چې د یاد جومات د مسلمانانو دویمه قبله یادېږي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.