Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لغمان کې ۱۴ کورنیو د «پیریانو» له لاسه خپل کورونه پرېیښي دي

مهترلام (پژواک، ۹ وږی ۱۴۰۳): د لغمان ولایت سیمه‌ییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت قرغیو ولسوالۍ اړوند قلعه ټکه نواباد سیمه کې ۱۴ کورنیو د «پیریانو» له لاسه خپل کورونه پرېیښي دي.

لغمان کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي رییس قاري خیرمحمد غازي نن پژواک خبري اژانس ته وویل چې د قرغیو ولسوالۍ اړوند، د قلعه ټکه نواباد سیمه کې شاوخوا ۱۵ ورځې کېږي چې د «جنیاتو» له خوا د شپې او ورځې پر مهال د خلکو پر کورونو باندې تېږي وارېږي چې له امله یې ۱۴ کورنیو خپل کورونه پرېیښي دي.

هغه وویل چې یادې کورنۍ اوسمهال په یوه دښته کې تر شنه اسمان لاندې ژوند کوي، له مرستندویه او خیریه بنسټونو څخه غوښتنه کوي چې پر وخت د متضررو کورنیو لاسنیوی وکړي.

 د قرغیو ولسوال قاري ذاهدالله فاتح یاده پېښه تاییدوي او وایي چې دوی پر وخت له یادو کورنیو سره لیدلي او د راتلونکو اجرأتو لپاره یې له ولایتي ادارې سره یاده موضوع شرېکه کړې ده.

ورته مهال، یادې متضررې کورنۍ وایي، ۱۵ ورځې کېږي چې شپه او ورځې د دوی پر کورونو باندې د «جنیاتو» له خوا تېږې وارېږي.

د یادې سیمې اوسېدونکی مولوي محمداسماعیل ګوجر وایي: « ۱۵ ورځې شوې چې زموږ کورونه د پیریانو له خوا په تېږو سره وېشتل کېږي چې له امله یې ۱۰ زنانه اسري (پېریاني) شوې دي، موږ ۱۴ کورنیو خپل کورونه پرېښودل او په یوه لرې دښته کې تر شنه اسمان لاندې ژوند کوو.»

د یادې سیمې قومي مشر ملک عبدالقدیر وایي، یادې کورنۍ چې په اصل کې ګوجر دي، شاوخوا ۲۰ کاله کېږي دلته اوسېدلې خو دا لومړی ځل دی چې یاده پېښه په کې رامنځته شوې ده.

بلخوا دیني عالم او قاري ابوبکر عزيزي پژواک ته وویل: «الله تعالی انسانان او جنیات داوړه پیدا کړي، خو په داوړو ډلو کې ښه او بد شته، که چېرې کافر جنیات چېرته پیدا شول چې څه وغواړي هغه ترسره کولی شي.»

د یادونې ده چې دا لومړی ځل دی چې په لغمان ولایت کې داسې پېښه رامنځته کېږي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.