Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغانستان له ترکمنستان سره څلور هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل

کابل (پژواک، ۱۰ زمری ۱۴۰۳): افغانستان له ترکمنستان سره د «ټاپي پروژې د کوربه هېواد تړون»، د هرات - سنوبر اوسپنې پټلۍ د عمل پلان او د «ټاپ» پروژې پلې کېدو او د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ ترمینال د پراختیا هوکړه‌ليکونه لاسلیک کړل.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست هدایت‌الله بدري په مشرۍ پلاوي تېره پنجشنبې (د زمري اتمه) ترکمنستان ته تللی دی.

د یاد وزارت ویاند همایون افغان پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دغه پلاوي په سمرقند کې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر په ګډون د کابینې له مرستیالانو او بېلابېلو سکټوري وزیرانو سره جلا جلا لیدنې کړې دي.

هغه د جزئیاتو له ورکولو پرته لیکلي: «د دې لیدنو کتنو په پای کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټاپي پروژې د کوربه هېواد تړون، د ۵۰۰ کیلوولټه برېښنا مزي (ټاپ) پروژې د تطبیق هوکړه‌لیک او د هرات - سنوبر اوسپنې پټلۍ د عمل پلان او د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ د ترمینل د پراختیا هوکړه‌لیک لاسلیک شول.»

دی وایي، هوکړه وشوه چې دواړه هېوادونه به د اقتصادي اړیکو د لا پراختیا په موخه د حکومتونو په کچه یوه کمېټه جوړوي څو موضوعاتو په منظمه توګه تعقیب او مسایلو ته پر وخت رسېدنه وشي.

ټاپی له ترکمنستانه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ګاز او ټاپ له ترکمنستانه د افغانستان له خاورې پاکستان ته د برښنا لېږدونې پروژې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.