Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

له افغانستانه د امریکا د وروستي عسکر وتلو درې کاله پوره شول

له افغانستانه د امریکا د وروستي عسکر وتلو درې کاله پوره شول

author avatar
31 Aug 2024 - 15:32
له افغانستانه د امریکا د وروستي عسکر وتلو درې کاله پوره شول
author avatar
31 Aug 2024 - 15:32

کابل (پژواک، ۱۰ زمری ۱۴۰۳): ځینو افغان چارواکو ویلي، له افغانستانه د وروستي امریکایي عسکر له وتلو وروسته دغه هېواد یو ځل بیا د امپراطوریو هدیرې په توګه وپېژندل شو او نور به څوک «د ازادۍ حس د دښمن د ډېر زور له امله ونه ځپي.»

امریکا د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په ۷مه پر افغانستان برید وکړ؛ دغه هېواد او ورسره ناټو ځواکونو نږدې شل کاله په افغانستان کې جګړه وکړه، خو وروسته یې له اسلامي امارت سره په قطر کې د سولې خبرې پیل کړې چې په پایله کې یې د دواړو لورو ترمنځ د ۱۳۹۹ کال په کب میاشت کې تړون لاسلیک شو او له مخې یې بهرني ځواکونه له افغانستانه ووتل. د امریکا وروستی عسکر د ۱۴۰۰ کال د وږي په نهمه (د ۲۰۲۱ کال د اګسټ ۳۱مه) د کابل له هوایي ډګره ووت او ا.ا د دویم ځل لپاره پر افغانستان واکمن شو.

د اسلامي امارت د سیاسي کمېسیون غړي انس حقاني له افغانستانه د وروستي امریکایي عسکر د وتلو ورځې په مناسبت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «دا هغه ورځ ده چې تر دې وروسته به څوک په خپل وجود کې د ازادۍ حس د دښمن د ډېر زور له امله ونه ځپي. نور به څوک د ازادۍ هيڅ لاروي ته ونه وایي چې په دې لاره مه ځه، رسېدل دې ممکن نه دي. دا ورځ به هر زورور متکبر ته دا ورپه یادوي چې د حقانیت او ازادۍ په مقابل کې بېوسه یې.»

د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع لیکلي: «دا هغه ورځ ده چې د دې خاورې پلازمېنه يو ځل بيا د امپراطوریو د هدیرې په توګه وپېژندل شو، د امریکا او ناټو ځواکونو د ماتې او وتلو ورځ په کې تکرار شوه او دغه ورځ د هېواد او اسلامي نړۍ په زرین او ویاړلي تاریخ کې ثبت شوه.»

قانع لیکلي: «د نړۍ ټول مسلمانان باید پر دې پوه شي چې کفار هيڅکله زموږ په ګټه نه دي او د هغوی په بې‌ځايه شعارونو لکه د بشري حقونو او داسې نور، تاسې هيڅکله ورباندې دوکه نه شئ، موږ دا شعارونه په افغانستان او ځینو اسلامي او غیراسلامي هېوادونو کې تجربه کړي چې اوس يې په غزه کې هم وینو، له دې څخه بايد درس واخلئ او متحد شئ او د هغوی پر وړاندې رښتينې مبارزه وکړئ.»

د امریکا ولسمشر جو بایډن د روان کال په غبرګولي میاشت کې ویلي وو چې افغانستان د امپراطوریو هدیره ده.

Views: 2

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.