ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لښکرګاه – بهرامچې ترمنځ د لومړي ځل لپاره د ټکسي خدمتونه پیل شول

د لښکرګاه – بهرامچې ترمنځ د لومړي ځل لپاره د ټکسي خدمتونه پیل شول

author avatar
31 Aug 2024 - 16:24
د لښکرګاه – بهرامچې ترمنځ د لومړي ځل لپاره د ټکسي خدمتونه پیل شول
author avatar
31 Aug 2024 - 16:24

لښکرګاه (پژواک، ۱۰ وږی ۱۴۰۳): د هلمند له مرکز لښکرګاه ښاره ۳۵۰ کیلومتره لرې د دغه ولایت بهرامچې ولسوالۍ ته په لومړي ځل د یوه خصوصي شرکت له لوري د مسافرو د لېږد رالېږد په موخه د ټکسي خدمتونه پیل شول.

د یاد شرکت مسوول حاجي عبدالرحیم بارکزي پژواک خبري اژانس ته وویل، پر شرایطو برابرې شل اطرافي ټکسيانې (فیلډر موټر) یې له لښکرګاه ښاره بهرامچې ولسوالۍ ته د مسافرو د لېږد رالېږد په موخه ځانګړې کړې چې خلک کولی شي په اسانۍ په‌کې سفر وکړي.

هغه زیاته کړه: «په دې ټکسي موټرو ۳۰۰ زره ډالر لګښت راغلی او د ترانسپورټ  وزارت د ټولو قوانینو مطابق جوړ چمتو شوي دي، په پلان کې لرو چې نورو لرو پرتو ولسوالیو ته لکه ګرمسېر ته هم دغه خدمات پیل کړو.»

ورته مهال، د هلمند د ترانسپورت رییس مولوي حکمت‌الله سبحاني د ټکسي خدمتونو د پیل په موخه جوړ شوو مراسمو کې وویل، له دې مخکې به مسافر بهرامچې ولسوالۍ ته پر لاره له ګڼو ستونزو سره مخ کېدل چې اوس به یې دغه ستونزه حل او په نوو عصري موټرو کې به په ښه ډول سفر کولای شي.

هغه زیاته کړه: «موږ د دغه ټکسي شرکت په فعالیت سره خوشحاله یو، په پام کې ده چې کندهار ولایت لپاره هم دغه دول ټکسي شرکت فعال کړو.»

په همدې حال کې د دغه ولایت، په ځانګړي ډول د بهرامچې ولسوالۍ اوسېدونکي خوښ دي چې د لومړي ځل لپاره ورته د ټکسي خدمتونه پیلېږي.

د یادې ولسوالي یوه اوسېدونکي اسدالله په دې اړه وویل: «مخکي به چې نورو موټرو کې موږ تګ راتګ کاوه، نو د لارې په اوږدو کې به اکثره وخت خراب شول، خو اوس به له دغو نوو موټرو سره به ټولې ستونزې حل شي.»

بهرامچه د هلمند سوېل ته په ۳۵۰ کیلومتره کې ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پرته ولسوالي ده چې لا یې هم لاره خامه او له مرکز لښکرګاه سره هیڅ معلوم سړک نه‌ لري.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.