Language

ملګري ملتونه: له اسلامي امارت سره به تعامل ته دوام ورکړو

کابل (پژواک، ۱۰ وږی ۱۴۰۳): د ملګرو ملتونو ویاند وایي چې د دغه سازمان د امنیت شورا په سپارښتنه به له اسلامي امارت سره کار او تعامل ته دوام ورکړي.

د ملګرو ملتونو ویاند سټیفان دوجاریک تېره ورځ یوې ناسته کې ویلي، له اسلامي امارته غواړي چې د ډيپلوماتیک تعامل لپاره لا ډېرې لارې پرانیزي.

هغه ویلي: «له اوسنیو چارواکو سره د اړیکې په اړه زما موخه دا ده چې موږ په افغانستان کې له ټولو سهم‌لرونکو لکه طالبانو سره به خپل تعامل ته دوام ورکړو.»

هغه وایي چې ملګري ملتونه په افغانستان کې د بې‌طرفۍ، حسن نیت، د بشري حقونو او برابرۍ لپاره د قاطع ژمنو له مخې خپل فعالیتونه پر مخ بیایي.

دوجاریک دغه‌راز ویلي چې د افغانستان بندې کړای شوې پیسې باید د دغه هېواد د خلکو لپاره مصرف شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.