Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پر غزه د اسرائیل تازه بریدونو کې ۴۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

کابل (پژواک ۱۱ وږی ۱۴۰۳): د غزې روغتيايي چارواکي وایي، تېره ورځ په غزه کې د پولیو واکسين کمپاین له پيلېدو مخکې د اسرائيل بریدونو کې لږ تر لږ ۴۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

رویټرز خبري اژانس د دغو څرګندونو ترڅنګ ویلي چې یاد بریدونه د غزې په مرکزي او سوېلي سیمو کې شوي دي.

د روغتیا نړۍوال سازمان رویټرز ته ویلي، په پام کې لري چې نن په غزه کې ۶۴۰ زره ماشومانو ته د پولیو واکسین کمپاین پیل کړي.

د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي چې دوه زره روغتيايي کارکوونکي یې د واکسین پلې کېدو په موخه چمتو کړي او ۹۰ سلنه فلسطیني ماشومانو ته باید د یوې میاشتې په اوږدو کې دوه ځلې د پولیو واکسین ورکړل شي، خو زیاتوي چې د غزې تړانګه کې دغه چاره له سختو ننګونو سره مخ ده.

سرچینه زیاتوي چې له دې مخکې هم په غزه کې د جګړو پر مهال د پولیو واکسین درې درې ورځني کمپاینونه پلي شوي دي.

د راپورونو له مخې، تر دې مهاله په غزه کې د اسرائیل په بریدونو کې څه باندې ۴۰۶۰۰ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی او له ۹۰ زره ډېر نور ټپيان شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.