Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

امریکا: په افغانستان کې له جګړې ملاتړ نه کوو

امریکا: په افغانستان کې له جګړې ملاتړ نه کوو

author avatar
1 Sep 2024 - 11:20
امریکا: په افغانستان کې له جګړې ملاتړ نه کوو
author avatar
1 Sep 2024 - 11:20

کابل (پژواک، ۱۱ وږی ۱۴۰۳): د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت وایي، په افغانستان کې ۴۴ کاله جګړه وه او هېواد یې نه غواړي چې دغه جګړې بیا پيل شي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند له فاکس نیوز سره خبرو کې ویلي چې دغه هېواد په افغانستان کې له وسله‌والې جګړې ملاتړ نه کوي.

د یاد وزارت ویاند چې په راپور کې یې نوم نه دی څرګند شوی، ویلي: «افغانستان کې ۴۴ کاله جګړه وه، موږ نه غواړو دغه جګړې بېرته پيل شي او له افغانانو مو هم اورېدلي چې دوی هم نور جګړه نه غواړي.»

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا او ناټو ځواکونو شاوخوا شل کاله په افغانستان کې جګړه وکړه او د امریکا وروستی عسکر د ۱۴۰۰ کال د زمري په نهمه له افغانستانه ووت.

اروپایي ټولنې او برېتانیا هم مخکې ویلي وو چې په افغانستان کې د وسله والو مخالفینو ملاتړ نه کوي.

د ۱۴۰۲ کال په لړم میاشت کې د ترکیې بهرنیو چارو وزیر هم ویلي وو چې په افغانستان کې نور باید هيڅ وسله‌وال مخالفت شتون ونه لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.