میمنه (پژواک،۱۱ وږی ۱۴۰۳): د ا.ا مشر فاریاب ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له مسوولینو سره په لیدنه کې ویلي چې د الهي حدودو د اجرا، د خلکو د مال او ځان ساتنې، د ښوونځيو زدهکوونکو، مدرسو طالبانو او د پوهنتون محصلینو د سالمې ښوونې او روزنې او په ټولنه کې د امر بالمعروف او نهي عنالمنکر قانون د تطبیق لپاره دې جدي هڅې وشي.
د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د اسلامي امارت مشر شیخ هیبتالله اخندزاده په داسې حال کې چې د دفتر غړو یې بدرګه کاوه، د دغه ولایت مرکز میمنې ښار ته راغلی او د دغه ولایت له مسوولینو سره یې لیدلي دي.
هغه د خپلو خبرو یوه برخه کې ویلي: «کومه فتحه او بریا چې زموږ په نصیب شوې، د جنګي وسایلو په واسطه نه ده راغلې، بلکې د ربالعالمین نصرت او مرسته، د ډېرې وینې تویېدل او د ملت همکاري وه چې دا بریا مو په برخه شوه، نو له دې کبله مې سپارښتنه وکړه چې د زمري میاشتې ۲۴مه د فتحې ورځې په نوم ونومول شي.»
یاده خبرپاڼه کې راغلي چې د اسلامي امارت مشر ویلي: «له ۲۰ کلن جهاد او مبارزې، د ډېرو وینو تویېدو او ډېرو کړاوونو تېرولو وروسته، الله تعالی دغه لوی نعمت چې په افغانستان کې د اسلامي نظام راتلل دي، موږ او تاسې ته یې راکړی دی، باید موږ ټول له دغه راغلي فرصته ښه ګټه پورته کړو.»
په خبر پاڼه کې د شیخ هبت الله له قوله راغلي: «اوس موږ په هوساینه کې یو، نباید زموږ په ذهن او فکر کې کبر او غرور راشي موږ باید له ځانه بد اوصاف لرې کړو او ځان کې د تواضع، تقوا او عاجزۍ اوصاف راولو، عدالت او تقوا خپله پېشه وګرځوو، تفرقه، تبعیض، قومپرستي، لسان پرستي لرې وغورځوو؛ ځکه په تاسو کې الله ته نږدې کسان د دغه ایت په استناد «ان اکرمکم عندالله اتقاکم» د تقوا خاوندان دي.»
د اسلامي امارت مشر د ملکي او نظامي ادارو مسوولینو ته ویلي چې باید د الهې حدودو د اجرا، د خلکو د مال او ځان ساتنې، د ښوونځیو زدهکوونکو، د مدرسو د طالبانو او پوهنتون محصلینو د ښې روزنې او په ټولنه کې د امر بالعروف او نهي عنالمکر قانون د تطبیق برخه کې باید هڅې ترسره شي.
د شیخ هبتالله په خبره، هغه مسوولین چې په راس کې دي، د شهیدانو کورنۍ، ټپیان، معیوبین او هغه ملګري چې پرون په سختو حالاتو کې په سنګر کې څنګ په څنګ درسره ولاړ وو، نن چې په هوساینه کې یاست، هغوی هېر نه کړئ.
خبرپاڼه کې دغهراز راغلي چې په دې لیدنه کې یو شمېر مسوولینو د فاریاب د خلکو ستونزې د اسلامي امارت مشر ته وړاندې کړې او په دې برخه یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن