کابل (پژواک، ۱۱ وږی ۱۴۰۳): د کرنیزې پرمختیا صندوق مسوولین وايي، وروسته له دې بزګرو او د کرنیزو توکو سوداګرو ته د مضاربت او مشارکت له لارې پورونه ورکول کېږي، څو په هېواد کې کرنیز سیسټم لا ډېره وده وکړي او معیاري شي.
د کرنیزې پرمختیا صندوق په ۱۳۸۹ کال کې جوړ شوی، دا صندوق یوه دولتي مالي اداره ده چې بزګرانو او د کرنیزو توکو سوداګرو ته مستقيماً او يا هم د منځګړو مالي ادارو له لارې، مالي تمويل او تخنيکي چوپړتیا برابروي، څو له دې لارې د هېواد کرنيز ډګر معياري، پراخ او پرمختللی شي.
د یاد صندوق د عامل پلاوي رییس عبدالغفور غفاري نن په کابل کې خبریالانو ته وویل: «تر فتحې وروسته مو هېوادوالو ته د دوه محصولاتو مرابحې او وكالې له لارې اسلامي مالي تمویل ترسره کړی، تېر کال مو له همدې لارې ۱،۳ میلیارده افغانۍ او سږ کال مو تر اوسه څه باندې یو میلیارد افغانۍ تمویل ترسره کړی چې د روان کال تر پایه به ۲.۲ میلیارده اسلامي مالي تمویل ترسره کړو.»
هغه زیاته کړه، نن یې دوه نور اسلامي محصولات «مشارکت او مضاربت» چې د مسلمانانو په منځ کې د معاملاتو پېژندل شوي ډولونه دي، رامنځته کړل او له لارې یې وړ کسان کولای شي له لس زره تر ۲۰۰ زره افغانیو پيسې ترلاسه کړي.
غفاري وایي: «مضاربت د شریعت له نظره يو روا او جایز تړون دی، چېرته چې يو کس سرمایه ولري او بل کس په دې سرمایه کار وکړي او بيا د ګټې په لاس ته راوړلو کې دواړه شریک وي، خو که تاوان وشي هغه ربالمال يا د پانګهوال پر مال تاثیر لري، البته که تاوان معقول او د مضارب د غفلت او ناپوهي له وجی نه وي رامنځ ته شوی. مشارکت هم د اسلام له نظره يو روا او جایز تړون دی چې په کې دوه يا زيات شریکان خپل مال يو ځای کوي او سوداګري کوي، ګټه د شريكانو په موافقه او تاوان د سرمایې پر اساس ټاکل کېږي.»
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په نننۍ ناسته کې وویل، تر دې مخکې یاد صندوق بزګرو او په دې برخه کې پانګهوالو ته پیسې د سود په ډول ورکول کېدې خو اوس دغه معاملې په اسلامي طریقه ترسره کېږي.
هغه بزګرو او د کرنیزو توکو سوداګرو ته په خطاب کې وویل: «پیسې موږ درکوو، راځئ داسې زمینه برابره کړئ چې خلکو ته ښه کاري فرصتونه برابر شي.»
د ملي پراختیا شرکت مالي او اداري مرستیال مولوي عبدالولي عادل په نننۍ ناسته کې وویل چې په هېواد کې عمومي امن راغلی او د اسلامي امارت مشران هڅه کوي څو افغانانو ته لا ډېر او ښه کاري فرصتونه برابر کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP