Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې د دوو قومونو ترمنځ نهه کلنه دښمني پای ته ورسېده

غزني ښار (پژواک، ۱۱ وږی ۱۴۰۳): د غزني په ناور ولسوالۍ کې د کوچیانو او هزاره‌ګانو ترمنځ نهه کلنه دښمني د قومي مشرانو، دیني عالمانو او حکومتي مسوولینو په منځګړیتوب پای ته ورسېده.

د غزني د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو ریيس مولوي جان‌محمد مومن پژواک خبري اژانس ته وویل، نهه کاله مخکې د ناور ولسوالۍ په باریکي او قوریه سيمو کې د وښو او څر ځایونو پر سر د هزاره‌ګانو او د کوچيانو لاټيانو قوم ترمنځ دښمني رامنځته شوې وه چې تېره ورځ حل شوه.

نوموړي وویل، په دغه روغه جوړه کې د دوی سربېره د ناور ولسوالۍ چارواکو، قومي مشرانو، علماوو او د دغه ولایت د شخړو د هوارۍ کمېسیون غړو برخه اخیستې وه.

ده زیاته کړه: «نهه کاله مخکې د ناور ولسوالۍ په باریکي او قوریه سیمو کې هزاره‌وو د کوچيانو د لاټیانو قوم څلور سوه څاروي له ځانه سره بیولي وو، وروسته له هغه د دوی ترمنځ وهل او ډوبول هم رامنځته شوي وو او یو او بل ته به یې لارې نیولې خو اوس یې ترمنځ دغه مشکل حل شو.»

هغه وویل، د دې ولسوالۍ په نورو سيمو کې هم دې ته ورته لويې او وړې ستونزې شته دي چې د حل لپاره یې هلې ځلې روانې دي.

د یادې روغې جوړې یوه ګډون‌وال او قومي مشر محمدګل پژواک ته وویل، له تېرو څو کلونو راهیسې د دوی ترمنځ جنجال و او یوه قوم هم نه شول کولای چې په خپلو سیمو کې ډاډه ژوند وکړي.

نوموړی وویل، له دې وروسته به دواړه خواوې د سولې او ورورګلوۍ په فضا کې ژوند کوي.

نوموړي له یادو سمیه‌ییزو مسوولینو او قومي مشرانو مننه وکړه چې د دې شخړې د حل لپاره يې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې دي.

دغه راز، یوه دیني عالم خان‌محمد بیا پژواک ته وویل، یووالی ټولنه له بدبختیو، اختلافاتو، جلاوالي او کرکې ژغوري.

هغه زیاته کړه: «باید ووایو چې یووالی او همغږي په یوه ټولنه کې د بریالیتوب کیلي ده او ټولنه هغه مهال پرمختګ ته رسېږي چې د دوی ترمنځ یووالی او همغږي وي.»

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو لسو ورځو کې دغه درېیمه بدي وه چې په ناور ولسوالۍ کې د کوچیانو او هزاره‌ګانو ترمنځ د قومي مشرانو، دیني عالمانو او حکومتي مسوولینو په منځګړیتوب پای ته ورسېده.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.