فیضاباد (پژواک، ۱۱ وږی ۱۴۰۳): بدخشان کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د اشکاشم – شغنان ولسوالیو پر لاره د ترافیکي پېښې له امله څلور کسان مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.
د بدخشان د امنیې قوماندانۍ ویاند احسانالله کامګار وايي چې دغه پېښه نن له غرمې مخکې د دغه ولایت د اشکاشم – شغنان ولسوالیو پر لاره په سفیداورنګ سیمه کې شوې ده.
هغه زیاته کړه چې پېښه له سړکه د یوه سراچه موټر وتلو له امله شوې چې په پایله کې یې د یوې نجلۍ په ګډون څلور کسان مړه او دوه نور سخت ټپیان شوي دي.
د هغه په خبره، د پېښې ټپیان د اشکاشم ولسوالۍ په کلینیک کې تر لومړنۍ درملنې وروسته، د فیضاباد ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
هغه زیاته کړه، دغه موټر چې شپږ کسان پهکې سپاره وو، له اشکاشم ولسوالۍ څخه شغنان ولسوالۍ ته روان و.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن