ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بامیان کې د ګرځندویانو له ډېرېدو سره د خلکو اقتصاد ښه او کارونه ډېر شوي

بامیان کې د ګرځندویانو له ډېرېدو سره د خلکو اقتصاد ښه او کارونه ډېر شوي

author avatar
1 Sep 2024 - 16:37
بامیان کې د ګرځندویانو له ډېرېدو سره د خلکو اقتصاد ښه او کارونه ډېر شوي
author avatar
1 Sep 2024 - 16:37

بامیان (پژواک، ۱۱ وږی ۱۴۰۳): کارپوهان وایي چې د ګرځندوی صنعت له غوړېدو سره په بامیان کې سیمه‌ییز اقتصاد وده کړې او سلګونو کسانو ته کارونه پیدا شوي او د دغه صنعت برخه کې د لا ډېرې پانګونې په صورت کې به افغانستان په راتلونکي کې د ګرځندوی پر مرکز بدل شي.

بامیان د افغانستان په کچه د طبیعي ښکلاوو او تاریخي اثارو له نظره ځانګړی ارزښت لري او هر کال زرګونه داخلي او بهرني ګرځندویان دغه ولایت ته سفر کوي.

د بامیان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس صفي‌الله راید پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغه ولایت کې د تاریخي او لرغونو سیمو، طبیعي ښکلاوو او سراسري امنیت شتون د ګرځندویانو د جذب او حضور له مهمو لاملونو دي.

نوموړي زیاته کړه، د روان کال له پیله تر اوسه له دغه ولایته څه باندې ۱۵۰ زره داخلي او بهرني سيلانیانو لیدنه کړې ده.

د ګرځندوی صنعت کارپوهان پر دې باور دي چې د دغه صنعت وده د هېواد لپاره د عوایدو ډېرېدو لامل کیږي او د سیمې اوسېدونکو لپاره هم د لنډمهاله کارونو زمینه برابرېږي.

د دې برخې یو کارپوه او د بامیان پوهنتون استاد محمدعلي امیني وایي، د ګرځندوی صنعت د اقتصاد په غوړېدو او کارونو رامنځته کېدو کې مهم رول لري او د دغه صنعت برخه کې لا ډېره پانګونه به افغانستان په راتلونکي کې د ګرځندوی پر یوه مرکز بدل کړي.

نوموړي وویل، که د ګرځندویانو لپاره د اوسېدو، ترانسپورټ او نورې اسانتیاوې او امکانات برابر شي، افغانستان کولای له دې لارې د پام وړ عواید ترلاسه کړي.

هغه وویل، د توریزم نړۍوال سازمان (WTO) په اوسنیو شرایطو کې ګرځندوی صنعت د نړۍ په کچه د عوایدو له اړخه درېیم صنعت مطرح کړی او د کارونو او عوایدو په ډېرېدو کې مهم رول لري.

امیني زیاته کړه، د دغه سازمان د ارزونو له مخې، هر ۲۰ ګرځندویان کولای شي یو شغل رامنځته کړي، دې په کتو په بامیان کې د ۱۵۰ زره ګرځندویانو حضور کولای شي څه باندې ۷۵۰۰ موقتي کارونه د دغه ولایت اوسېدونکو ته برابر کړي.

د هغه په خبره، ګرځندوی صنعت د نورو ټولو صنعتونو خلاف د سیمې اوسېدونکو ته د کارونو پیدا کېدو، د خوراکي توکو، لاسي صنایعو او نورو سیمه‌ییزو تولیداتو د پلور او د هوټل‌دارۍ، ترانسپورټ او رهنما خدماتو د ودې او پراختیا لامل کېږي.

بامیان ته له کابله راغلی یو ګرځندوی حبیب ابراهیمي وایي، بامیان یو سوړ او ښکلی او په سخته ګرمۍ کې د سیاحت لپاره مناسب ځای دی.

هغه وویل: «درې ورځې کېږي چې دغه ولایت کې یم، تر اوسه مې نږدې ۵۵۰۰ افغانۍ په خوړو، د موټر په کرایې، د توکو په اخیستو او نورو امکاناتو مصرف کړې دي.»

د بامیان په بند امیر کې یو هوټل‌لرونکی سید‌علي وایي، دغلته د سیاحت موسم پنځه میاشتې وي، په دې موده کې شاوخوا ۱۵۰۰ کسان په بېلابېلو کارونو بوخت وي.

د هغه په خبره، د دې سیمې اوسېدونکي د خپل یوه کال ټول لګښت په دغه موسم کې ترلاسه کوي او په پاتې شپږو میاشتو کې بیا هيڅ مصروفیت نه لري.

دغه‌راز، په بامیان کې د لاسي صنایعو یوه پلورونکې نسرین محمدي وایي چې په دغه ولایت کې د سیمه‌ییزو تولیدي توکو، په ځانګړي ډول د لاسي صنایعو پلور د ګرځندویانو له حضور سره تړلی دی.

د هغې په خبره، د ګرځندویۍ په دغه پنځه میاشتني موسم کې د لاسي صنایعو کار‌‌وبار ښه کېږي او د سیلانیانو په کمېدو سره بېرته سړېږي.

محمدي زیاته کړه، اړوندې ادارې باید له بامیانه بهر هم سیمه‌ییزو تولیداتو ته بازار پیدا کړي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.