ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جوزجان کې د ښځو انلاین کاروبار وده کړې ده

جوزجان کې د ښځو انلاین کاروبار وده کړې ده

author avatar
1 Sep 2024 - 21:46
جوزجان کې د ښځو انلاین کاروبار وده کړې ده
author avatar
1 Sep 2024 - 21:46

شبرغان (پژواک، ۱۱ وږی ۱۴۰۳): جوزجان کې یو شمېر هغه مېرمنې چې انلاین کسب او کار ته یې مخه کړې، وايي، په دې وروستیو کې یې کاروبار وده کړې؛ اوس د دې تر څنګ چې هېواد کې دننه پېرېدونکي لري، له امریکا، کاناډا او ځینو اروپایي هېوادونو هم ډېر سفارشونه ترلاسه کوي.

د شبرغان اوسېدونکې وحیده کریمي یوه له هغو لسګونو افغان مېرمنو ده چې په انلاین توګه کار کوي او لسګونو نورو ښځو ته یې هم د کار زمینه برابره کړې ده.

هغې پژواک خبري اژانس ته وویل، دوه کاله مخکې یې د ۵۰۰ امریکايي ډالرو په ارزښت «د زهرا لاسي صنایعو» کارګاه جوړه کړه چې اوس یې پانګه ۸ زره امریکايي دالرو ته رسېدلې ده.

نوموړې چې له ‌دوولسم ټولګي فارغه ده او د اسلامي امارت له لوري پر تعلیم او تحصیل د وضع شوو بندیزونو له امله له لوړو زده‌کړو پاتې ده، وايي: «دا کار مې هغه مهال پیل کړ چې حکومت د مېرمنو پر کار او زده‌کړو بندیزونه ولګاوه. د کانکور امتحان کې شامله نشوم، له ځان سره مې فکر وکړ چې هم باید خپله کار وکړم او هم نورو مېرمنو ته د کار زمینه برابره کړم.»

هغې وویل، په دې کارګاه کې یې اتیا کونډو او بې‌وزلو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې، دغه ښځې د ګندافغاني جامو، بیکونو، کرشنیل اوبدلو، پردو، سرتختۍ او سرمیزیو او دغسې نورو توکو پر ګنډلو بوختې دي.

وحیده وايي، وروسته له دې چې دا کار یې پیل کړ، انسټاګرام، یوټیوب او فیسبوک کې یې هم پاڼې جوړې کړې او اوس له خارج څخه ډېر سفارشونه لري.

هغې زیاته کړه: «موږ په دې کارخونه کې د ګندافغاني، لاسي ګنډل شوو جامو او لاسي ګنډل شوو بیکونو سفارشونه ډېری له امریکا، اروپا او کاناډا څخه ترلاسه کوو.»

نوموړې پر دې باور ده چې که کاروبار یې همدا ډول روان وي، راتلونکي کې به لا ډېرو مېرمنو ته د کار زمینه برابره کړي.

خو یوازې وحیده نه چې په انلاین توګه کار کوي، بلکې د نورا په نوم یوه بله نجلۍ چې تازه یې انلاین سوداګرۍ ته مخه کړې، وايي، په اوسنیو شرایطو کې نجونو لپاره د انلاین سوداګرۍ برخه کې عاید ترلاسه کول ډېر ګټور دي.

هغې زیاته کړه: «په لس زره افغانۍ پانګه مې کار پیل کړ، کور کې د ښوونځي، محفلي او سفري بیکونه ګنډم او بېلګې یې له بیې سره په ټولنیزو پانو کې خپروم، د توکو خرڅلاو مخ په ښه کېدو دی، د خپلو عوایدو له لارې خپلې ۶ کسیزې کورنۍ ته نفقه برابروم.»

نوموړې د خپل کار بېلګې د فیسبوک، انسټاګرام او او یوټیوب پر پاڼو خپروي او له دې لارې د خپلو تولیداتو لپاره بازارموندنه کوي.

نورا له مسوولینو غواړي چې د نندارتونونو د جوړېدو ترڅنګ نجونو او ښځو ته د انلاین سوداګرۍ په اړه روزنیز پروګرامونه هم په لاره واچوي.

ورته مهال، جوزجان ولایت کې یوه بله مېرمنه ایسل صوفي‌زاده هم د انلاین کاروبار له لارې د سینګار توکي او روغتیایي محصولاتو د پېر او پلور کار پر مخ وړي.

ایسل پژواک ته وویل، یو کال کېږي چې له دوولسو نورو ښځو سره یې د روغتیایي محصولاتو د پېر او پلور کار پیل کړی دی.

هغه وايي: «ارایشي او روغتیایي محصولات له یوه ایراني شرکت څخه په انلاین ډول پېرم، دغه شرکت ارایشي او روغتیایي توکي کابل ته راته رالېږي او موږ یې له هغه ځایه جوزجان ته رالېږدوو.»

نوموړې چې له خپلو درېیو خویندو سره له یاد شرکته د روغتیایي محصولاتو د پېرلو برخه کې کار کوي، څرګنده کړه چې خرڅلاو یې هم په انلاین بڼه ترسره کېږي او د خرڅلاو او پېریدونکو ته د اړتیا وړ توکو د لېږد برخه کې اته نجونې ورسره کار کوي.

ایسل صوفي‌زاده وویل: «ومې غوښتل په مجازي فضا کې عاید لاسته راوړم، ډېر ښه دی، زه او درې خویندې مې په دې برخه کې کار کوو، هم مو عاید ښه دي، هم له دې لارې له کورنۍ سره مرسته کوو، ما دغه کار د شل زرو افغانیو په پانګه پیل کړی، اوس مې سرمایه څلوېښت زره افغانیو ته رسېږي.»

ورته مهال، د جوزجان د صنعت او سوداګرۍ رییس مولوي نیازمحمد تواب وویل چې دغه ولایت کې د سوداګرو او متشبثو ښځو شمېر ډېر شوی دی.

هغه د سوداګرو او متشبثو ښځو ډېرېدل د ښځو د بې‌کارۍ کچې په ټیټېدو او د کورنیو د ژوند وضعیت په ښه کېدو کې اغېزمن ګام یاد کړ او ویې ویل، یاد ریاست ژمن دی څو متشبثې او سوداګرې ښځې وده وکړي او کار یې لا ډېره اغېزمنتیا ولري.

هغه د ښځو انلاین سوداګرۍ ته په اشارې وویل: «په ټوله کې جوزجان کې د ښځو لپاره انلاین سوداګرۍ د ودې او پرمختګ لپاره ښه فرصت برابر کړی او د هغوی په ژوند کې د مثبتو بدلونونو په رامنځته کېدو کې د هغوی د پیاوړتیا او ارادې ښکارندویي کوي.»

نوموړی وايي چې اوسمهال د دغه ولایت د مرکز او ولسوالیو په کچه شپږ زره ښځې د خیاطۍ، غالۍ اوبدلو، کرنې او مالدارۍ برخو کې بوختې دي چې ډېری ښځو په وروستیو دوو کلونو کې دغو برخو ته مخه کړې ده.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.