ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې چاودنې ١٩ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

کابل کې چاودنې ١٩ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

author avatar
2 Sep 2024 - 19:57
کابل کې چاودنې ١٩ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې
author avatar
2 Sep 2024 - 19:57

لومړی‌تعقیب (پژواک، ۱۲ زمری ۱۴۰۳): د کابل امنیه قومانداني وایي، د شپږمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې یوه کس پر ځان پورېتړلو چاودېدونکو موادو ته چاودنه ورکړې چې له امله یې شپږو ملکي کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۳ نور ټپیان دي.

د کابل امنیه قوماندانۍ خالد ځدران وایي، دغه چاودنه نن مازدیګر مهال د شپږمې امنیتي حوزې اړوند قلعه بختیار سیمه کې شوې ده.

هغه وویل: «یوه کس پر ځان پورې تړلو چاودېدونکو موادو ته انفجار ورکړی چې متأسفانه د یوې ښځې په ګډون ۶ ملکي وګړي  شهیداناو ۱۳ نور ټپیان شوي

ده زیاته کړه چې ټپیان پر وخت روغتونونو ته لیږدول شوي او د پېښې په اړه څیړنې روانې دي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.