Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اتریش هم په جرمونو کې ښکېل افغانان بېرته خپل هېواد ته ستنوي

اتریش هم په جرمونو کې ښکېل افغانان بېرته خپل هېواد ته ستنوي

author avatar
2 Sep 2024 - 09:31
اتریش هم په جرمونو کې ښکېل افغانان بېرته خپل هېواد ته ستنوي
author avatar
2 Sep 2024 - 09:31

کابل (پژواک، ۱۲ وږی ۱۴۰۳): اتریش له جرمني وروسته دویم اروپايي هېواد دی چې وايي، هغه افغانان به بېرته افغانستان ته واستوي چې په هغه هېواد کې یې جرم کړی او محکوم شوي وي.

تېره جمعه جرمني ۲۸ هغه افغانان بېرته کابل ته واستول چې د دغه هېواد چارواکو ویلي وو، یادو کسانو جرمونه کړي او په سزا محکوم شوي وو.

د بي‌بي‌سي د راپور له مخې، اتریش له جرمني وروسته دویم اروپايي هېواد دی چې وايي، هغه افغانان به بېرته افغانستان ته واستوي چې په دغه هېواد کې یې کوم جرم کړی او محکوم شوي وي.

راپور کې راغلي، ویانا له برلین سره په ګډه کار کوي چې کابل ته د افغانانو استولو چاره په شریکه پرمخ یووړل شي.

د اتریش لومړي وزير کارل نیهامیر ویلي: «د کورنیو چارو وزیر له خورا اوږدې مودې راهیسې د جرمني د بهرنیو چارو له وزیر سره مذاکرات کوي چې افغانستان ته د کسانو استولو موضوع ته حل وموندل شي؛ ځکه اتریش هم افغانستان او سوریې ته کسان ډیپورټ کوي. اوس نو دویم ګام به دا وي، چې مخامخ افغانستان او سوریې ته کسان واستول شي.»

د یادونې ده، د اتریش کورنیو چارو وزیر ګیرهارډ کارنیر د جرمني پرېکړه ښه بللې ده.

د بښنې نړۍوال سازمان بیا له جرمني د ۲۸ افغانانو د اخراج په غبرګون کې ویلي وو چې دا کار له نړۍوالو قوانینو سرغړونه ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.