ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«د ابراهیم رییسي چورلکه د خرابې هوا او له غره سره د لګېدو له امله لوېدلې ده»

«د ابراهیم رییسي چورلکه د خرابې هوا او له غره سره د لګېدو له امله لوېدلې ده»

author avatar
2 Sep 2024 - 14:30
«د ابراهیم رییسي چورلکه د خرابې هوا او له غره سره د لګېدو له امله لوېدلې ده»
author avatar
2 Sep 2024 - 14:30

کابل (پژواک، ۱۲ وږی ۱۴۰۳): د ایران صدا او سیما خبري اژانس، د ترسره شوو څېړنو وروستي راپور له مخې اعلان کړی چې د سیمې سخت اقلیمي شرایط او د ورېځې لړې د دغه هېواد د مخکني ‎ولسمشر ابراهیم رییسي د چورلکې لوېدو لامل شوي دي.

د ایران د مخکني ولسمشر ابراهیم رییسي او ورسره مل کسانو لېږدوونکې چورلکه د روان کال د غويي میاشتې په ۳۰مه د اذربایجان پولې ته څېرمه د ایران په یوه غرنۍ سیمه کې ولوېده؛ په دې پېښه کې د دغه هېواد د مخکني ولسمشر ابراهیم رییسي او بهرنیو چارو د وزیر حسین ‌امیر عبداللهیان په ګډون شپږ کسان مړه شول.‎

د ایران صدا او سیما خبري اژانس پرون (یکشنبه، د وږي ۱۱مه) په دې اړه د ترسره څېړنو د وروستي راپور په استناد ویلي: «د چورلکې لوېدو اصلي علت د پسرلي موسم کې ‎د سیمې سخت اقلیمي شرایط، په ناڅاپي توګه په لوړه ارتفاع کې د لړې یا غبار پیدا کېدل او له غره سره د چورلکې لګېدل تشخیص شوی دی.»

د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، په وروستي راپور کې راغلي چې له پېرلو بیا د استفادې تر وخته د چورلکې د ترميم او سرویس اړوند اسنادو څېړنه کې ثابته شوه چې ټول له «سټنډرډ» سره برابر وو او «داسې کومې نښې نه وې چې وښيي کومې پرزې یا بل ځای یې ستونزه پیدا کړې وي.»

سرچينه زياتوي چې دغه چورلکه د ايران د هوايي ځواکونو اړوند وه، هر څه يې له «لازمو لارښوونو، خبرتياوو او مقرراتو، ضوابطو او سټنډرونو سره برابر وو.»

صدا او سیما لیکلي چې دې چورلکې له تبریز څخه د اغبند پله، قیزقلعه‌سي بند او له هغه ځایه یې د تبریز د تصفیه‌خونې پر لور نورماله الوتنه درلوده او له ټاکل شوي مسیره نه ده وتلې.

سرچينه زياتوي، هغه احتمال هم رد شوی چې ګواکې دغه چورلکه دې د هوا دفاعي سیستم او یا نورو وسلو باندې ویشتل شوې وي او نه هم د چورلکې د کابین غږثبتوونکې بکسه کې د پیلوټ له خوا پیغام یا د اضطراري حالت اعلان شته او د وژل شوو کسانو د جسدونو په څېړنه کې هم هیڅ شکمن مورد نه دی پیدا شوی.

صدا او سیما د ترسره شوو څېړنو، بېلابېلو ازمايښتونو او د هغو د پایلو پر اساس د ایران د وسله‌وال پوځ د لوی درستیز له خوا د ټاکل شوي پلاوي نظر په لاندې ډول بیانوي: «د چورلکې د لوېدو اصلي لامل د پسرلي موسم پېچلی اقلیم او په ناڅاپي توګه په لوړه ارتفاع کې د لړې یا غبار پیدا کېدل او له غره سره د چورلکې لګېدل تشخیص شول.»

د راپورونو پر بنسټ، د رییسي له مړینې وروسته د ایران ولسمشریزې ټاکنې وشوې او په پایله کې یې مسعود پزشکیان د دغه هېواد د نوي ولسمشر په توګه وټاکل شو.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.