Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لوګر کې سږ کال د انګورو حاصلات ۳۲ زره ټنه اټکل شوي

لوګر کې سږ کال د انګورو حاصلات ۳۲ زره ټنه اټکل شوي

author avatar
2 Sep 2024 - 16:52
لوګر کې سږ کال د انګورو حاصلات ۳۲ زره ټنه اټکل شوي
author avatar
2 Sep 2024 - 16:52

پل‌علم (پژواک، ۱۲ وږی ۱۴۰۳): د لوګر د کرنې ریاست وايي، سږ کال په دغه ولایت کې د انګورو حاصلات ۳۲ زره ټنه اټکل شوي چې د تېر کال په پرتله ۲۰ سلنه زیاتوالی ښيي.

د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالرووف سعید نن یوې خبري غونډې ته وویل چې په دغه ولایت کې د انګورو ټول ١٩٦٧.٥ زره هکټاره باغونه دي.

هغه وايي چې سږ کال به یاد باغونه ۳۲ زره ټنه حاصلات ورکړي چې د تېر کال په پرتله ۲۰ سلنه زیاتوالی ښيي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، تېر کال په دغه ولایت کې د انګورو له ۹۱۶۰ هکټاره باغونو ۲۶ زره ټنه حاصلات ترلاسه شوي وو.

هغه دغه راز زیاته کړه، د انګورو په حاصلاتو کې د زیاتوالي اصلي لاملونه بڼوالو ته د باغونو پالنې په اړه د پوهاوي ورکول، مناسب اقلیم او سږ کال د بڼوالۍ لپاره د اړتیا وړ اوبو شتون دي.

بلخوا، د لوګر د انګورو یوه بڼوال رحم‌الدین پژواک ته وویل، رښتیا هم د تېر کال په پرتله سږ کال د انګورو حاصلات ډېر دي.

خو ده له حکومته غوښتنه وکړه چې د کروندګرو انګورو او نورو حاصلاتو ته مناسب بازار پیدا کړي.

دغه راز، د پل‌علم یوه بل بڼوال سید روح‌الله پژواک ته وویل، سږ کال په دغه ولایت کې د انګورو حاصلات له هر ډول طبیعي افتونو خوندي وو نو ځکه یې د حاصلاتو کچه هم لوړه ده.

ده وویل، له بده مرغه د لوګر انګور سږ کال هيڅ بازار نه لري؛ یو من له سلو افغانیو نیولي تر ۱۵۰ افغانیو پورې خرڅېږي.

لوګر پلازمېنې کابل ته څېرمه کرنیز ولایت دی چې ډېری اوسېدونکي یې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي او له دې لارې د ژوند اقتصادي چارې سمبالوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.