Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کانګو کې له زندانه د تېښتې پر مهال ۱۲۹ بندیان وژل شوي

کابل (پژواک، ۱۳ وږی ۱۴۰۳): کانګو کې چارواکي وايي، د دغه هېواد پلازمېنه کې له مرکزي زندان «ماکالا» څخه د تېښتې د هڅې پر مهال لږ تر لږه ۱۲۹ بندیان ووژل شول.

رویټرز راپور ورکړی چې یاده پېښه (یکشنبه، د وږي ۱۱مه) د دغه هېواد د پلازمېنه کینشاسا په «ماکالا» زندان کې شوې او نږدې ۵۹ کسان ټپیان شوي هم دي.

د «ماکالا» زندان یوه مسوول رویټرز ته تایید کړې چې هیڅ بندي پر تېښته نه دی بریالی شوی او هغو کسانو چې د تېښتې هڅه کوله، ټول ووژل شول.

مسوولینو ویلي، د کانګو دولت د دې پېښې د څېړلو په حال کې دی.

دا په داسې حال کې ده چې په کانګو کې د ناپایداره دولت له امله مخکې له دې هم دا ډول پېښې شوې دي؛ په ۲۰۱۷ کال کې څه باندې څلور زره زندانیان له یوې وسله‌والې نښتې وروسته له زندانه وتښتېدل.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.