کابل (پژواک، ۱۳ وږی ۱۴۰۳): د چین د سفیر مرستیال د افغانستان بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال سره لیدنه کې ویلي، هېواد یې غواړي چیني سوداګر افغانستان کې پانګونې ته تشویق کړي او په نړۍوال سټېج د اسلامي امارت ملاتړ ته دوام ورکوي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د یاد وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي د چین د سفیر له مرستیال باؤ ژو هوی سره لیدلي دي.
سرچینې زیاته کړې، په دې لیدنه کې د افغانستان او چین د دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او وروستیو سیمهییزو پرمختګونو په اړه خبرې وشوې.
سرچینه کاږي، د چین د سفیر مرستیال وویل چې هېواد یې غواړي چیني سوداګر په افغانستان کې پانګونې ته تشویق کړي او له افغانستان سره یې د خپلو اړیکو ټینګښت ارزښتمن یاد کړ.
هغه ډاډ ورکړ چې په نړۍوال سټېج د اسلامي امارت ملاتړ ته دوام ورکوي.
سرچینې زیاته کړې، ستانکزي د افغانستان او چین دوه اړخیزې اړیکې مهمې وبللې او د دغو اړیکو د پیاوړتیا هیله یې څرګنده کړه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP