ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

میدان‌وردګو کې يو چک‌ډیم او د اوبو رسولو دوې شبکې جوړې شوې

میدان‌وردګو کې يو چک‌ډیم او د اوبو رسولو دوې شبکې جوړې شوې

author avatar
3 Sep 2024 - 14:51
میدان‌وردګو کې يو چک‌ډیم او د اوبو رسولو دوې شبکې جوړې شوې
author avatar
3 Sep 2024 - 14:51

کابل (پژواک، ۱۳ وږی ۱۴۰۳): د میدان‌وردګو چارواکي وايي، د دغه ولایت په چک او دایمیرداد ولسواليو کې د ۱۳.۵ میلیونه افغانيو په لګښت، د پاکو اوبو رسولو دوې شبکې او يو چک‌ډیم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

د میدان‌وردګو ولایت مقام له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ولایت چک ولسوالۍ اړوند په «امبوخاک»، «معرفت‎خېلو» او «غارک» کليو کې د نړۍوالې ټولنې د نهه ميليونه افغانيو په لګښت د پاکو اوبو رسولو دوې شبکې او ۲۵ د څښاک اوبو څاګانې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

سرچینه زیاتوي، د دې پروژې په پلي کېدو سره، ۷۰۰ کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاس‌رسی وموند.

دغه راز، د یاد ولایت د مقام له لوري په یوه بله خبرپاڼه کې راغلي چې د اوبو او برېښنا وزارت په ځانګړې بودجې، د یاد ولايت دايميرداد ولسوالۍ اړوند په «دوراني کلي» کې د اوبو یو چک‌ډیم جوړ او ګټه اخيستنې ته وسپارل شو.

سرچینې زیاته کړې، یاد چک‌ډیم چې ۵۶ متره اوږدوالی او ۸ متر لوړوالی لري – د ۴.۵ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی چې له لارې به یې د سېلابونو مخه ونيول شي او ورسره به تر ځمکې لاندې اوبه هم زیاتې شي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.