Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بینیټ د افغانستان په تړاو د خبرو لپاره د سيمې هېوادونو ته سفر پیل کړی

کابل (پژواک، ۱۳ وږی ۱۴۰۳): د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړی راپور ورکوونکی ترکیې او بیا قطر ته تللی؛ هغه ویلي، د بشري حقونو شورا له ۵۷مې غونډې مخکې به د افغانانو له بېلابېلو ډلو، کارپوهانو او حکومتي استازو سره وګوري.

د راپورونو له مخې، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا اووه پنځوسمه غونډه راتلونکې اوونۍ په جنیوا کې پيلېږي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ ویلي چې یادې غونډې ته به په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه راپور ورکړي.

بینټ پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «زه له ۵۷مې غونډې مخکې سيمې ته ځم، په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په تړاو د افغان ښځو او نارینه وو له بېلابېلو ډلو سره خبرې کوم، دغه راز له کارپوهانو او حکومتي استازو سره ګورم، په ترکیه کې له څو ورځني تاوده بحث وروسته اوس قطر ته رسېدلی یم.»

دا په داسې حال کې ده چې د روانې وږي میاشتې په لومړۍ نېټه د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي وو چې افغانستان ته د ریچارډ بینیټ پر راتګ ځکه بندیز لګول شوی چې «د افغانستان په اړه یې پروپاګند کول او داسې یو څوک نه دی چې موږ یې پر خبرو باور وکړو.»

بینیټ د ا.ا له لوري افغانستان ته پر ده د بندیز لګېدو غبرګون کې ویلي وو، له افغانانو سره به خپل کار ته دوام ورکړي او د دې پرېکړې د بېرته اخیستو غوښتنه یې کړې وه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.