Language

کانټیننټال فوټسال سیالۍ: افغانستان نن له کویټ سره لوبه کوي

کابل (پژواک، ۱۳ وږی ۱۴۰۳): د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د کانټیننټال سیالیو په لړ کې نن خپله دویمه لوبه له کویټ سره ترسره کوي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې د هېواد د فوټسال ملي لوبډله د کانټیننټال پنځه اړخیزو سیالیو په لړ کې نن ماسپښین دوه بجې له کویټ سره لوبه ترسره کوي.

دغه سیالۍ د ټایلینډ په کوربه‌توب روانې دي چې د افغانستان په ګډون د ټایلینډ، ګواتیمالا، کویټ او نیوزیلنډ لوبډلې په کې برخه لري.

د یادونې ده، افغانستان پرون په خپله لومړۍ لوبه کې ګواتیمالا ته ماتې ورکړه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.