Language

سمنګان کې سږ کال د بادامو حاصلات ډېر شوي

ایبک (پژواک، ۱۳ وږی ۱۴۰۳): د سمنګان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي چې سږ کال په دغه ولایت کې د بادامو له پنځه زره او ۱۲۴ هکټار باغونو ۲۲۸۰ ټنه حاصلات ترلاسه شوي چې د تېر کال په پرتله شل سلنه ډېروالی ښيي.

د سمنګان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امر انجنیر خلیل کریمي د پژواک خبري اژانس له خبریال سره په خبرو کې وویل، که څه هم د تېر کال د وروستیو میاشتو ورښتونو له امله د بادام ونو ته زیان ورسېد، خو سره له دې هم په دغه ولایت کې د بادامو حاصلات ډېر شوي دي.

هغه د دې په ویلو سره چې سږ کال د بادامو حاصلات ۲۰ سلنه ډېر شوي وویل، په سمنګان کې د بادامو پنځه زره او ۱۲۴ هکټاره باغونه دي چې سږ کال په ټوله کې له دغو باغونو ۲۲۸۰ ټنه بادام ترلاسه شوي، په داسې حال کې چې دغه رقم تېر کال ۱۹۰۰ ټنه و.

ورته مهال، په یاد ولایت کې یو شمېر بڼوال او سوداګر د بادامو د ښه بازار او د حاصلاتو له ډېرېدو خوښي څرګندوي.

سمنګان کې د بادامو یو سوداګر قاري عبدالبصیر حکیمي وايي چې د تېر کال په نسبت سږ کال د بادامو د پېر او پلور کار نسبتا ښه دی؛ تېر کال بهرنیو سوداګرو د بادامو محصولاتو صادرولو لپاره خاصه لېوالتیا نه درلوده خو سږ کال له نېکه مرغه ډېر ښه دی.

هغه زیاته کړه، تېر کال یو من شکوربایي بادام په ۱۴۰۰ تر ۱۵۰۰ افغانیو پلورل کېدل او سږ کال همدغه بادام په ۱۶۰۰ تر ۱۷۰۰ افغانیو پلورل کېږي.

حکیمي زیاته کړه، د سمنګان بادام په نړۍوالو بازارونو کې ډېر شهرت لري، له همدې امله هر کال بهرني سوداګر له داخلي سوداګرو سره د دغه محصول د صادارتو برخه کې قراردونه کوي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د سمنګان بادام ډېر هند، پاکستان، ایران او عربي متحده اماراتو ته صادرېږي.

سمنګان کې یو بل بڼوال عبدالکریم وايي، سږ کال د تېر کال په پرتله د بادامو حاصلات ښه دي خو د سختو ورښتونو له امله د ونو د ګل په موسم کې شکرک ناروغي ولګېده چې د ډېرو ونو حاصلات یې خراب کړل.

د هغه په باور، که یادې ناروغي ونو ته زیان نه وای رسولی، ښايي د بادامو حاصلات یې تر دې هم ډېر شوي وای.

د یاد ولایت په حضرت سلطان ولسوالۍ کې یو بل بڼوال عبدالرزاق هم د بادامو له سږني حاصلاتو راضي ښکاري او وايي، سږ کال یې له خپل باغه ښه حاصلات ترلاسه کړي دي.

هغه وايي، تېر کال یې له خپل باغ څخه ۳۰ منه بادام راټول کړي وو خو سږ کال یې حاصلات ۶۰ منو ته رسېدلي دي.

د هغه په باور، سمنګان کې د بادامو حاصلاتو ډېرېدل د دغه ولایت د اوسېدونکو پر اقتصاد مستقیم اغېز لري چې له دې لارې یوازې بڼوال نه، بلکې د ټولو کسبګرو کاروبارونه غوړېږي.

د کرنې ریاست د مسوولینو په وینا، ستاربایي، شکوربایي، غفاربایي، مروج او سنګک د سمنګان د بادامو له مشهورو ډولونو دي چې د دوی ترمنځ ستاربایي او شکوربایي نړۍوال شهرت لري چې په نړۍوالو بازارونو کې رقابت کوي او ځانګړی کیفیت لري.